Language

تالقان (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د تخار په اشکمش او چاه اب ولسواليو کې تالندې او سېلابونو درې تنه وژلي او څه باندې۴۰ کورونه يې نړولي دي.

د تخارد والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، وړمه ورځ ناوخته د چاه اب ولسوالۍ په ذکر اباد کلي کې سېلابونه راوتلي، دوه ماشومان يې وړي او مړه کړي دي.

تيمور وايي، سېلابونو د دې ولسوالۍ په يو شمېر نورو سيمو کې هم تر۴۰ پورې کورونه، کروندې او باغونه زيانمن کړي دي.

پر همدې مهال بيا د اشکمش ولسوال حميدالله حقيار پژواک ته وويل، تېر ماښام په دې ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي دي.

ده و ويل، که څه هم زيانونه يې نه دي اړولي؛ خو د تالندې له امله يو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی دى.

حقيار وايي، دغه ځوان په علی قوتن کلي کې هغه مهال چې په خپله ځمکه کې يې کار کاوه، د تالندې له کبله، له خپل يوه څاروي سره يو ځای وژل شوی دی.

د تخار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر عبدالرزاق زنده پژواک ته و ويل، د پېښو د ارزولو لپاره يې سيمې ته پلاوى استولى، چې زيانمنو کورنيو ته اړينې مرستې ورسوي.

سږ کال په تخار کې د سېلابونو له امله د دغه ولايت په اشکمش، کلفګان، فرخار، رستاق او يو شمېر نورو ولسواليو کې په لسګونو کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د تخار سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي، له زيانمنو کورنيو سره يې اړينې مرستې کړې خو دا مرستې کمې بولي.

د هېواد د شمال په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې سږ کال سختو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د مرګ ژوبلې پر اړولو سربېره زياتې کورنۍ بې کوره کړې دي.