فيروزکوه (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، چې د وروستيو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٢ کسان مړه شوي دي.
ځايي چارواکو درې ورځې وړاندې د دريو کسانو د مړينې تر څنګ د استوګنې د کورونو او کرنيزو ځمکو د ويجاړېدو خبر ورکړى و او ويلي يې وو، چې سېلاب ځپلو سيمو ته يې د سروې ډلې استولې، چې د مرګ ژوبلې او زيانونو کره شمېره معلومه کړي.
اوس بيا د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، چې په دې طبيعي پېښه کې، چې د سختو بارانونو له امله رامنځته شوې، ٢٢ تنه مړه او ١٩ نور ټپيان دي.
د غور ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس حميدالله رادفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرګ ژوبله په لعل و سرجنګل، دولتيار، ساعر، شهرک او تيوره ولسواليو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې شپږ ماشومان او شپږ ښځې هم په مړو کې شامل دي او احتمال لري چې مرګ ژوبله له دې نه هم لوړه وي، خو شمېره به يې د سروې دټېم له راستنېدو وروسته څرګنده شي.
دادفر وويل، چې سلګونه څاروي، په زرګونو مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځته تللې، د استوګنې ١٥٠ کورونه، دوه زره جريبه کرنيزه ځمکه او سړکونه ويجاړ شوي او کانالونه او ويالې له سېلابونو ډکې شوې دي.
د تيورې ولسوالۍ اوسېدونکي ګل محمد وويل، چې څلور ماشومان د سېلابونو له امله مړه شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، کانال او چينې سېلاب لاندې کړې دي.
هغه وويل: ((سېلاب مې کور او کرونده را خراب کړل، خو دولت تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړي.))
د غور د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس وويل، چې د سروې وروسته د مړه شوو وارثينو ته ٥٠ زره افغانۍ او هغو کسانو ته چې کورونو ته يې ويجاړ شوي لس زره افغانۍ او نورو زيانمنو شوو ته د دولت او غير دولتي موسس لخوا د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورکړل شوې دي.
د غور والي سيدانور رحمتي هم وويل، چې نن يې د بېړنو حالاتو غونډه رابللې وه او پرېکړه وشوه، چې زيانمنو ته بېړنۍ مرسته ورسول شي او د پروژې تر کار لاندې ټول کانالونه او چينې د خوړو په بدل کې پاکې شي او هغه سړکونه، چې عمومي لويه لار يې له ستونزې سره مخ کړې، بيا ورغول شي.
هغه زياته کړه، چې په کابل کې د بېړنيو حالاتو له کمېټې سره خبرې شوې او دې کمېټې ژمنه کړې، چې د غور سيلاب ځپلو ته به مرستې ځانګړې کړي.
د ويلو ده، چې په روانه مياشت کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٢٠٠ تنه مړه شوي، چې ډېرى مرګ ژوبله يې په فارياب ولايت کې وه. زرګونه کورونه زيانمن شوي او په زرګونو کورنۍ بې ځايه شوې دي.










