کابل ( پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣ ) : د ازادو رسنيو مشارکت موندنې ښيي، چې د افغان معلولينو له ځينو نورو حقونو د سرغړونې ترڅنګ ، د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون ٢٢مه ماده، چې له مخې يې بايد درې سلنه معلولين دولتي ادارو ته جذب شي هم د ډېرى ارګانونو له خوا نه ده عملي شوې.
افغان دولت اوس مهال ٣٧٦ زره ملکي کارکوونکي لري، چې د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون د ٢٢مې مادې له مخې، د شهيدانو او ورکو شوو د کورنۍ غړو بايد په دولتي ادارو کې د دغو کسانو ١١٢٨٠ کسه برخه جوړه کړې واى، خو اوسمهال دا شمېر ٦٣٧ کسانو ته رسېږي، چې د ټولو کارکوونکو نږدې صفر اعشاريه دوه سلنه جوړوي.
د ياد قانون له مخې، معلول هغه شخص دى چې جسمي، حسي، ارثي، ذهني او رواني ضايعې پر بنا خپله سلامتيا او کاري وړتيا داسې له لاسه ورکړي چې په ټولنيز او اقتصادي ډګر کې د هغه د توانمندۍ د لږېدو موجب شي.
د افغانستان د ازادو رسنيو مشارکت (IMC) د هېواد په کابل، سرپل، پنجشېر، فراه، پروان، تخار، باميان، لوګر، کندهار، سمنګان، ميدان وردګو، ننګرهار، پکتيا، جوزجان، لغمان، بلخ، کاپيسا، غور، بغلان او هرات ولايتونو کې له ١٠٠ معلولينو سره خبرې کړې دي.
ځيني معلوليت لرونکي د دولت له خوا ځينو معلولينو ته د مياشتنۍ تنخوا د ورکړې او ځينو نورو ته بيا نه ورکول ښکاره تبعيض ګڼي او وايي، چې ټول معلولين بايد له مساوي حقونو برخمن وي.
د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې مجرد پاتې کېدل، د کوژدې له منځته وړل، د کار نه پيدا کول، معلولينو ته د وړتيا جوړونې او ښوونې د کافي پروګرامونو نشتوالى، سوال ته اړ کېدل، د ځينو کسانو له خوا سپکاوى او نور هغه ستونزې دي، چې په هېواد کې معلولين ورسره مخ دي.
د کار نه موندل
له دې ډلې ٣٠ پوښتل شوو د کار د نه پيدا کېدو په اړه شکايت کړى دى.
د جوزجان ولايت د شبرغان ښار اوسېدونکى ٢٧ کلن محمدنبي، چې له مور ړوند پيدا شوى، خو بيا هم توانېدلى چې د جوزجان له پوهنتون څخه د ټولنيزو علومو په برخه کې ليسانس سند تر لاسه کړي، خو بيا د کار له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې دولتي ارګانونو د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون ٢٢ مه ماده نه ده عملي کړې.
نوموړي وويل، لوستې ړانده کولى شي، چې په ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه له دندې پرته په دفترونو کې هم د برېل ليک لرونکو کمپيوټرونو په وسيله کار وکړي او له لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه غواړي، چې د يادې مادې پلې کېدو ته پاملرنه وکړي.
د پروان ولايت د سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٦ کلن عبدالخليل هم، چې پښه يې د ماين په چاودنه کې پرې شوې، د کار له نه پيدا کېدو شکايت کوي او وايي: ((هرې دولتي ادارې ته چې ولاړ شو نو راته وايي چې مفسدين راغلل.))
هغه وويل، سواد نه لري، خو کولى شي چې په خدماتي برخو کې کار وکړي.
خو ځيني معلولين بيا وايي، د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته توانېدلي، چې کار پيدا کړي.
د فراه د خاکسفېد ولسوالۍ د خشک ابه د کلي اوسېدونکى ٢٦ کلن ضياء الدين، چې دواړې پښې يې فلج شوې، خو توانېدلى چې د تېر کال په سلواغې مياشت کې د ننګرهار پوهنتون له انجنيري پوهنځي څخه د ليسانس سند ترلاسه کړي، وايي: ((اته مياشتې بې برخليکه وم، هره خوا مې خپله سي وي استوله، راته ويل يې چې ته معيوب يې، کار نه شې کولى، همدې خبرو زما هيلې له خاورو سره برابرولې.))
د ضياء الدين په خبره، کله چې د وزګارتيا څخه د شکايت په برخه کې له پژواک خبري اژانس سره دده ځانګړې کړې مرکه د فراه د کرنې رييس لوستې وه، نو دى يې ځان ته وغوښتل او په دې رياست کې يې د انجنير په توګه مقرر کړ.
همدارنګه امنه عظيمي، چې له تېر يوه کال راهيسې د ماينوڅخه د اغېزمنو افغانانو غير دولتي موسسې(السو) د رييسې په توګه کار کوي او په ١٣٧١ لمريز کال کې يې په کابل کې پر کور د راکټ مرمۍ ولګېده، له امله يې ښۍ پښه له لاسه ورکړه، وايي چې د کار د پيدا کولو لپاره يې زياتې ستونزې ګاللې دي.
نوموړې، چې تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړې کړې وايي: ((بېلابېلو ادارو ته د کار لپاره ورتلم، راته ويل يې چې له تا نه کار څه غواړي، ډېر جوړ کسان دي، چې وزګار ګرځي، تا ته څه ډول کاري زمينه مساعده کړو.))
نوموړي د چا له نوم له اخيستو پرته زياته کړه: ((دا ډول کسانو ته مې پيغام دا دى، چې هېڅ معلول ته دې د نا توانه فکر نه کوي.))
امنې زياته کړه: ((د کار موندلو په برخه کې مې ډېرې خبرې واورېدې، ډېر محروميتونه مې وليدل، زياته مبارزه مې وکړه، خو هېڅکله هم شا ته نه ولاړم او دا دى تر دې ځايه راورسېدم.))
دغو دوو کسانو هم شکايت وکړ، چې د معلولينو د قانون ٢٢ مه ماده نه مرعاتېږي.
په ياده ماده کې راغلي: ((حکومت په وزارتونو او دولتي ادارو کې د استخدام په برخه کې پر شرايطو برابرو معلولينو ته د هغوى د خپلې غوښتنې په صورت کې لږ تر لږه درې سلنه ونډه ورکوي.))
د افغانستان د بشري حقونو په کمېسيون کې د معلوليت لرونکو کسانو له حقونو د ملاتړ برخې مشر محمدعلي مجتبى هم وويل، چې په ادارو کې دا ماده په بشپړ ډول په پام کې نه ده نيول شوې.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه له ٨٠٦ زره معلولو کسانو څخه ١٣٨١ يې په دولتي او غير دولتي ادارو کې کار کوي.
هغه زياته کړه: ((د معلولينو په اړه د ځينو خلکو او حکومتي چارواکو ليدلورى دا دى، چې معلولين د کار وړتيا نه لري، په داسې حال کې چې که چېرې ورته زمينه مساعده شي، نو د دې وړتيا لري، چې هم ځان او هم ټولنې ته کار وکړي.))
مجتبى وايي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون څو ځلې د مکتوبونو په استولو سره له بېلابېلو دولتي او غير دولتي ادارو غوښتنه کړې، چې له يادې مادې سره سم عمل وکړي.
د کار، ټولنيزوچارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري هم د دې مادې د نه عملي کېدو په اړه وايي: ((له سکتوري دولتي بنسټونو سره مو چې د همغږۍ کومې ناستې درلودې، له بده مرغه چې په ډېرو ادارو کې نه ده عملي شوې، دا سلنه يې په پام کې نه ده نيولې او دې مثبت تبعيض ته نه دي قايل شوي، خو موږ په بيا بيا ويلي، چې دا زموږ نه، بلکې د قانون خبره ده.))
خو نوموړي څرګنده کړه، چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت له ٧٢٢٥ زره کارکوونکو څخه څلور سلنه يې معلوليت لرونکي کسان جوړوي.
د ده په خبره، د يادې مادې د عملي کېدو په صورت کې لوستي او پر شرايطو برابر معلوليت وزګار نه پاتې کېږي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د ١٣٨٧ او ١٣٩٢ کلونو د کاري راپورونو پر بنسټ په دولتي ادارو کې د ټولو معلولو کار کوونکو شمېر ٦٣٧ کسه دى.
په دغه راپور کې همدارنګه راغلي، چې په ٢٢ نړيوالو سازمانونو کې پر شرايطو برابر٨٩٧ کسه معلولين، چې ٧١٧ يې نارينه او پاتې يې ښځې دي، کار کوي.
د معلولينو ياد شکايتونه په داسې حال کې دي ، چې د اساسي قانون له مخې، د افغانستان اتباع د اهليت له مخې او له هر ډول توپير پرته د قانون له حکمونو سره سم د دولت خدمت ته منل کيږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون ، د اداري اصلاحاتو ، تنظيم او اداري د اصلاح سيسټم د نظارت د تګلارو د جوړولو او پلي کولو په موخه جوړ شوى او دولتي کارکوونکي د ازادو سياليو له لارې د دې کميسيون لخوا د اړوندې ادراې په همکارۍ پر دندو ګومارل کيږي.
د رسنيو مشارکت د دې کميسيون له بېلابېلو سرچينو سره اړيکه ونيوه تر څو د معلولينو د حقونو او امتيازونو قانون د ٢٢ مې مادې د نقض په اړه د هغوى ځواب تر لاسه کړي، خو له يادو سرچينو څخه يوه هم په دې اړه څرګندونو ته چمتو نه شوه .
تبعيض
د ازادو رسنيو مشارکت له مور څخه د معيوب پيدا شوو له ٣٦ معلولينو او هغو کسانو سره مرکې کړې، چې په طبيعي پېښو کې معلول شوي دي، چې له دې ډلې ٣١ کسانو “جنګي معلولينو” ته د تنخوا ورکړه او ځينو نورو ته يې نه ورکړه تبعيض ګڼلى دى.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد په کچه د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون د اومې مادې په نظر کې نيولو سره ١٠٨٨٩٤ تنه د موظف کميسيون لخوا جنګي معلولين تثبيت شوي ، ثابته تنخوا نه لري او يا بې تنخوا دي، هره مياشت ٥٠٠٠ افغانۍ تنخوا ورکول کېږي.
د معلولينو د حقونو او امتيازياتو قانون په اومه ماده کې راغلي دي: ((لاندې کسان د دغه قانون له حقونو او امتيازاتو ګټه اخيستلى شي:
١- هغه څوک چې د اعلاء کلمة الله، د هېواد له ازادۍ او خپلواکۍ د دفاع او د جهاد پر مهال معلول شوى وي.
٢- هغه څوک چې د وروستيو دريو لسيزو جګړو او نښتو پر مهال معلول شوى وي. ٣- هغه کس چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او يا هم د قانون له حاکميت څخه د ساتنې لپاره د بالفعل خدمت او يا هم دولتي دندې په تړاو معلول شوى وي. ٤- هغه شخص چې د ترهګريزو او دولتي ضد فعاليتونو لکه د سپکو او درنو وسلو د ډزو او يا هم د دولتي ځواکونو د وسلې د ډزو له امله معلول شوى وي.))
په کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت کې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو چارو عمومي رييس محمد عزيز رسا وايي، چې د دغه قانون له مخې طبيعي يا له موره زېږېدلو معلولينو ته مياشتنۍ تنخوا نه ورکول کېږي، خو د دغه قانون له نورو امتيازياتو لکه روغتيايي، روزنيزو او نورو څخه کار اخيستلى شي.
خو په کابل کې د اريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو پوهنځي د لومړي کال نابينا محصله زينب وايي: ((دوى له موره زېږېدلي او د جګړې معلولين سره بېل کړي، په داسې حال کې چې معلول، معلول دى، که چېرې د جګړې معلول خپلې کورنۍ ته نفقه نه شي پيدا کولى، نو له موره زېږېدلى معلول يې پيدا کولى شي؟ نو بيا يې دا توپير ولې را اېستلى؟ بايد دا توپير له منځه يوسي.))
د هغې په باور، ځيني له موره زېږېدلي معلولين هم جنګي معلولين کېدلى شي، ځکه له ډاکټرانو يې اورېدلي، چې د راکټونو فير او نا امنۍ د ميندو پر روان هم اغېز لري او د دې لامل کېږي، چې ماشوم يې معيوب پيدا شي.
د کابل د کڼو لېسې مدير عبدالغفار مومند، چې په خپله هم په غوږونو کوڼ دى او په اشاروي ژبه يې خبرې کولې او خبرې يې د دې لېسې يوه ښوونکي ژباړلې وويل: ((ټول معلولين حق لري، چې مساوي حقونه ولري، هغوى ته پيسې ورکوي او موږ ته نه… ولې يې دا تبعيض رامنځته کړى دى؟))
د نابينايانو د ملي ټولنې رييس او د نابينايانو لېسې مدير احسان الله فياض، چې خپله هم ړوند دى، په دې اړه وايي: ((هېڅوک هم د طبيعي او له موره معلولو زېږېدلو معلولينو په کيسه کې نه دي، چې دوى هم د معلولينو د ټولنې يوه برخه وبولي، دا يوه جفا ده، چې موږ د ټولنې خلک يې د هغوى پر وړاندې کوو.))
نوموړي وويل، چې د نابينايانو ټولنه د افغانستان د بشري حقونو له کمېسيون سره په همکارۍ هڅه کوي، چې دغه تبعيض له منځه يوسي، خو هڅو يې تر اوسه نتيجه نه ده ورکړې.))
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلولينو له حقونو د ملاتړ څانګې مشر محمدعلي محتبى هم وويل: ((موږ غوښتل، چې د معلولينو د حقونو او امتيازاتو د قانون د تعديل په اړه ټول توپيرونه او تبعيضونه د جنګي او غير جنګي معولينو له منځه لري کړو، خو له بده مرغه چې تر اوسه نه يو توانېدلي، چې ټول توپيرونه له منځه يوسو.))
نوموړى وايي: ((موږ په وروسته پړاوونو کې پروګرامونه لرو، چې په دې برخه کې عدالت غواړو، څو ټول معلولين له توپير او تبعيض پرته له دې امتياز څخه برخمن شي.))
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د کمېسيون عدالت غوښتنه به نتيجه ورکړي او ټول معلولين به په بېلابېلو کتګوريو کې له مياشتنۍ تنخوا او امتياز څخه برخمن شي.
محمدعزيز رسا وايي: ((موږ هم غواړو، چې دغه تبعيض له منځه يوړل شي… موږ به د دې لپاره چې دا توپير مې له منځه وړى وي او له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم مو ځان جوړ کړى وي، انشاء الله چې ملي شورا ته به د دې مادې د تعديل وړانديز وکړو.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال د جګړې د ١٠٨٨٩٤ کسه معلولينو تنخوا له ٥٤٤،٤ ميلياردو افغانو څخه زياته وه، خو په تېرو کلونو کې دا شمېره ډېره ښکته وه؛ ځکه چې په څو وروستيو کلونو کې د معلولينو تنخوا څو ځلې لوړه شوې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، له ١٣٨١ کال څخه تر ١٣٨٤ کال پورې د معلول مياشتنۍ تنخوا ٤٥٠ افغانۍ، له هغه وروسته تر ١٣٨٧ پورې ٦٠٠ افغانۍ او له دې وروسته ١٥٠٠ افغانۍ وه خو د تېر کال له مرغومې راهيسې ٥٠٠٠ افغانۍ شوې ده.
د ده په خبره، هغه کسان چې معلوليت يې له جنګ سره نه وي تړلى، نو مياشتنۍ تنخوا نه ورکول کېږي، خو د قانون له مخې نور امتيازات لکه له روزنې، روغتيا او … څخه ګټه اخيستلى شي.
روزنه
د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون د ١٥مې مادې په لومړي بند کې راغلي ، چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت معلولينو ته د ښوونې او روزنې پراخه او اختصاصي زمينه مساعدوي.
خو د ړندو او کڼو له ډلې ١٥پوښتل شوو ويلي چې دا ډول معلولينو ته د روزنې زمينه يواځې په څو محدودو ولايتونو کې مساعده شوې ده.
د شبرغان د شين کوټ کلي ٣٦ کلنه اوسېدونکې خالده وايي، چې ٩ کلن زوى يې کوڼ دى، خو په دغه ولايت کې د کڼو د ښوونځي د نشتوالي له امله له ښوونځي پاتې دى.
نوموړې زياته کړه: ((موږ هيله لرو، چې په شبرغان کې د کڼو لپاره يو ښوونځى جوړ شي، چې يو څه خو زده کړي، هېڅ نه پوهېږو چې راتلونکى په يې څنګه وي.))
نوموړي د شمېرو له ورکړې پرته وويل، چې په شين کوټ کلي کې يو شمېر نور کاڼه او ړانده ماشومان هم شته، چې د اختصاصي ښوونځيو د نشتوالي له امله له زده کړې پاتې دي.
د بغلان د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکى او نابينا قاري سيف الله هم په دغه ولايت کې د ښوونيزو او تحصيلي مرکزونو له نشتوالي شکايت کوي.
سيف الله، چې په وينا يې په پاکستان کې يې د ړندو يوه لېسه او يو اختصاصي درې کلن دارالمعلمين پاى ته رسولى زياتوي: ((څو ځلې مې هڅه وکړه، چې په خپل ولايت کې نابينايانو ته يو ښوونځى جوړ کړم، خو هر ځاى چې ولاړم، چا پاملرنه ونه کړه.))
د ړوندو په برخه کې په کار بوختې موسسې يوې کارکوونکې پروين عظيمي، چې په راپور کې د موسسې د نوم له يادونې ډډه کوي وايي، چې بايد د نابينايانو، کڼو او ذهني معلولينو روزنې ته پراختيا ورکړل شي.
د دې په خبره، د معلولينو په برخه کې د غير انتفاعي نړيوالې مرستندويې موسسې (هنديکپ انټرنېشل) او ملګرو ملتونو پراختيا پروګرام (UNDP) د پنځو کلونو وړاندې سروې څرګنده کړې وه، چې د هېواد په کچه د ښوونځي پر شرايطو برابر ١٩٦زره معلول ماشومان موجود دي.
نوموړي وويل، ممکن دا شمېره زياته شوې وي، چې د يادې سروې له مخې هغه مهال پر شرايطو برابر له ١٢زره ړندو او د ښوونځي پر شرايطو برابرو ماشومانو څخه ١٠٠٠ تنه يې ښوونځي ته لاسرسى درلود.
نوموړي د مشخصو شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، چې پر شرايطو برابر ډېرى کاڼه او ذهني معلول زده کوونکي، هم ښوونځي ته لاسرسى نه لري.
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمداصف ننګ وايي، چې اوسمهال د کڼو لپاره په کابل کې دوې او يوه د نابينايانو مسلکي لېسه لري او د دې ترڅنګ په هرات کې د نابينايانو يوه مسلکي لېسه او په کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او غزني کې هم ورته يوه يوه لېسې فعاليت لري.
د نوموړي په خبره، په يادو ٩ لېسو کې، چې اکثريت يې په وروستۍ لسيزه کې جوړې شوې، ٢٥٠٠ کسان تر روزنې لاندې دي، خو اوسمهال په دې برخه کې ډېر امکانات نه لري.
نوموړي په دواړو برخو کې د ښوونکو کمښت د عمده ستونزې په توګه ياد کړ او ويې ويل، چې په دواړو برخو کې ٢٢ سر روزنکي تر روزنې لاندې دي او د دريو کلونو په اوږدو کې به په دې برخه کې د ځينو ښوونکو په روزنې سره دا ستونزه تر يوې کچې هواره شي.
د نوموړي په خبره، د روزونکو زياتوالى به د دې لامل شي، چې په عمومي ښوونځيو کې هم کڼو زده کوونکو ته د زده کړې زمينه مساعده شي.
نوموړي په نورو ولايتونو کې نابينايانو اوکڼو ته د ښوونځيو جوړولو په اړه وويل، چې د نابينايانو او کڼو شمېر نه ايجابوي، چې په ټولو ولايتونو کې دې دا ډول ښوونځي رامنځته شي.
خو د هغه په خبره، د دغه وزارت د لس کلن پلان له مخې، د هېواد په اتو زونونو کې به د ښځينه او نارينه نابينايانو او کڼو لپاره د روزنې په برخه کې تر ١٤ پورې اختصاصي ټولګي او د ليليې امکانات برابر شي.
ننګ وايي، چې په کابل کې په برېل ليک د کتابونو مطبعه چمتو او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده، چې له لارې به يې درسي کتابونه، قران کريم او د حرفوي او فني برخې نور روزنيز کتابونه چاپ او د نابينايانو ښوونځيو ته به ووېشل شي.
د لوړو زده کړو وزارت مرستيال وياند اخترمحمد عبير وايي، چې اوسمهال په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې ړندو او کڼو ته اختصاصي ټولګي جوړ شوي، خو د ١٢ ټولګيو نابينا زده کوونکي هم کولى شي، چې د لسم، يوولسم او دولسم ټولګي نومرو ته په پام سره لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز وکړي، د حقوقو او شرعياتو په عمومي پوهنځيو او د ښوونکو د روزنې په موسسو کې شامل شي.
نوموړى وايي، چې تر اوسه پورې د نابينايانو او کڼو د زده کړې په برخه کې د ځانګړو درسي موادو او ښوونکو د کمښت له امله نه دي توانېدلي، چې د لوړو زده کړو په موسسو کې اختصاصي ټولګي جوړ کړي.
د پر ځان بسياينې پروګرامونه
د معلولينو قانون په شلمه ماده کې راغلي، چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د اړوندو موسسو په مرسته د معلولينو استعداد او وړتيا ته په پام سره هغوى ته د فني او حرفوي روزنې زمينه مساعدوي.
خو پنځوس پوښتل شوو ويلي، چې دې ډول پروګرامونو ته نه دي شامل شوي. دوى وايي، چې د معلولينو لپاره بايد د فني او حرفوي روزنې پروګرامونه پراخ شي، څو معلولين د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي.
له دغو کسانو د محمدعمر په نوم يو کس چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکى دى او لس کاله وړاندې يې په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې او اوسمهال د کابل په فروشګاه سيمه کې ترکاري پلوري وايي: ((له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده، چې د معلولينو لپاره کار وکړي، چې پر خپل ځان بسيا او د ټولنې د اوږو بار نه شي.))
همدارنګه ٢٩ کلن محمدطاهر، چې په ماشومتوب کې يې د پيچکارۍ له امله يوه پښه فلج شوې وايي، چې تر اوسه په حرفوي روزنيزو پروګرامونو کې نه دى شامل شوى. نوموړي زياته کړه: ((له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده، چې معيوبينو ته يو کار جوړ کړي، چې له احتياجه خلاص شي.))
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وياند وايي، چې مالي امکاناتو ته په پام سره په تېرو ١٢ کلونو کې له ٢٠ زرو زيات معلولين په فني او حرفوي روزنيزو پروګرامونو کې شامل شوي او د دغه پروګرام په دوام کې څه موده وړاندې د معيوبينو لومړني انسټيټيوت په کابل کې په فعاليت پيل کړى دى.
نوموړي وويل، ټاکل شوې چې په راتلونکي کې دغه پروګرامونه مالي امکاناتو ته په پام سره پراخ شي.
سوالګرۍ ته اړ کېدل
اتو پوښتل شوو ويلي، چې د کار نه موندلو له امله سوالګرۍ ته اړ شوي دي.
د بلخ ولايت د مزارشريف اوسېدونکى ٢٦ کلن رحيم الله، چې د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې سوالګري کوي وايي، چې لس کاله وړاندې په مزار کې د رمې څرولو پر مهال له غره را ولوېد او دواړه پښې يې فلج شوې.
د ده په خبره، چې پلار يې د زړښت له امله د کار توان نه درلود، دولت هم ورسره مرسته ونه کړه او له تنخوا يې هم ګټه نه ده اخيستې، نو اړ شو، چې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ د نفقې موندلو لپاره سوال وکړي.
همدارنګه د تخار ولايت اوسېدونکى ٦٠ کلن غلام رسول، چې نږدې ١٨ کاله وړاندې يې يو لاس پرې شوى او په کابل ښار کې د مخابراتو وزارت شا ته سوالګري کوي، وويل: ((په کورنۍ کې لس غړي لرو، ډوډۍ خوري، بله چاره نه لرم، بچيان مې وړوکي دي، څلور لوڼې لرم، پس چاره نه لرو، څه وکړو، مجبور يم چې سوال وکړم.))
نوموړي که څه هم د خپل لاس پرې کېدو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، زياته يې کړه، چې څو ځلې يې د کار ټولنيزو، چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت ته مراجعه کړې، څو د معلوليت تنخوا واخلي، خو د تنخوا اخيستونکو معلولينولېست ته نه دى شامل شوى.
سپکاوى
شپږ اويا سلنه پوښتل شوو ويلي دي، چې په ټولنه کې يې د ځينو کسانو له خوا سپکاوى کېږي.
د ميدان وردګو ولايت د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکى ٥٥ کلن محمد خان، چې ٢٠ کاله وړاندې يې خپله پښه د ميان چاودنې له امله له لاسه ورکړې، وايي: ((موږ معلولين د خلکو تر نظر سپک او بې وسه يو، خلک راته ګوډ، ړوند او شل وايي، يوه ورځ موټر ته اوچتېدم، يو ځوان هلک و، ممکن د ١٢ ټولګي زده کوونکو به و.. ورته ومې ويل چې ګرانه له دې څوکۍ نه پاڅه، چې زه کېنم، راته ويل څه ګوډه زه پيسې ورکوم، ته ګوډ اوس ما ته خبرې کوې، سخت يې مايوس کړم.))
نوموړي چې په ١٣٧١ کلونو کې يې د پوځي افسر په توګه کار کړى، وايي: ((٥٠ کسه، يا ٦٠ کسه سرتېري او صاحب منصبان به زما تر لاس او قوماندې لاندې وو، په ټولنه، فاميل او قوم کې مو درناوى کېده، خو نن راپسې چيغې وهي او وايي چې ګوډه چېرې ځې! ))
د اريانا د لوړو زده کړو خصوصي موسسې محصله زينت چې خپله هم نابينا ده وايي: ((همدا څو ورځې وړاندې د دې موسسې په زينه کې اوچتېدم، دوو ښاغلو ويل، چې له ړندو نه درس څه غواړي، دا څه وايي، نوره پوه نه شوم چې څه به يې ويل، خو زه هېڅ کله د خلکو خبرې ځان ته نه نيسم او هېڅ وخت نه وايم چې معلوليت يوه کمزوري ده.))
زينب د خپل ړوندوالي په اړه وويل، چې له معلولينو د خلکو همکاري هغوى ته ځواک ورکوي او خلک بايد هغوى ته د سپکاوي پر ځاى له معلولينو سره مرسته وکړي.
نوموړې وايي، چې د کورنۍ د غړو په ځانګړي ډول د خور او د ښوونځي د ښوونکو په همکارۍ يې پوهنتون ته لار موندلې، د خپلې خور په مرسته يې د کتاب له مخې درسونه يادوي او امتحان هم په تقريري ډول ورکوي.
مطيع الله ساحل اوسمهال په يوه نا دولتي موسسه کې کار کوي، نوموړى پنځه کاله وړاندې د عسکرۍ تېرولو پر مهال په کندهار ولايت کې د ماين چاودنې له امله خپله چپه پښه له لاسه ورکړه.
هغه په دې اړه وايي: ((کله چې معلولين کوم محفل ته ننوځي، نو خلک غږ کوي، چې ګوډى راغى، په داسې حال کې چې دى يو نوم لري او يا هم غږ کړي، چې فلانى شل دى، چې دا ډېرې بدې کلمې دي.))
له واده پاتې کېدل او د کوژدې فسخه
پوښتل شوو لسو کسانو ويلي، چې د معلوليت له امله مجرد پاتې شوي دي او يو کس وايي، چې کوژده يې د معلوليت له امله پاتې شوې ده.
٣٨ کلن مسجدي، چې يوه پښه يې په طبيعي ډول لنډه ده او د کابل ښار په شهداى صالحين کې د تميم انصار زيارت ته نږدې سوال کوي وايي: ((پښه مې لنډه وه … واده مې ونه کړ، له ما نه کشر ورور مې واده وکړ، خو له ما سره چا واده نه کاوه.))
نوموړى چې زيات مايوس معلومېده وويل، چې په شهداى صالحين کې د خپل ورور په کور کې ژوند کوي، ځکه چې مور او پلار يې مړه شوي دي.
د پنجشېر د رخه اوسېدونکى ٤٣ کلن غلام رباني، چې نږدې ٢٣ کاله وړاندې يې خپله پښه د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې واده يې کړى کنه؟ وخندل او ويې ويل: ((څه ووايم، د خداى تعالى رضا ده.))
نوموړى وايي، له خپل ورور سره ژوند کوي، څو نجونې يې وغوښتې، خو څوک حاضر نه شول، چې ته خپله لور يا خور وکړي.
د ميدان وردګو ولايت د معلولينواو معيوبينو ټولنې رييس محمدخان وايي، دوه کاله وړاندې د محمدابراهيم په نوم يوه کس کوژده کړې وه، خو کله يې چې د ماين په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه، نو څو ورځې وروسته د نجلۍ پلار له ده سره د خپلې لور کوژده ماته کړه.
نوموړي وويل، ابراهيم تر اوسه پورې هم کوژده نه ده کړې.
له معلوماتو محروميت
په کابل کې د کڼو د لېسې مدير عبدالغفارمومند وايي، چې خبرونو او معلوماتو ته لاسرسى د ړندو له حقونو شمېرل کېږي، خو د هېواد په يوه ټلويزيون کې هم اشاروي ژبه نشته.
نوموړى، چې د افغانستان د کڼو د ټولنې غړيتوب هم لري، د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه غواړي، چې له کڼو سره دې د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو په کمېسيون کې د معلولينو له حقونو د ملاتړ برخې مشر محمدعلي مجتبى وايي، هر څوک معلوماتو ته د لاسرسي حق لري او بايد چې د افغانستان ټلويزيونونه د اشاروي ژبې خپرونې ولري.
نوموړى زياتوي، چې په تکراري ډول يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه غوښتنه کړې، چې د دغو اړتياوو په لرې کولو کې اقدام وکړي، خو تر اوسه پورې دا ډول خپرونې په هېڅ کوم ټلويزيون کې نشته.
د اطلاعاتو او کلتور وزير دوکتور سيدمخدوم رهين په ټلويزيونونو کې په اشاري ژبه د خپرونو د نشتوالي په اړه د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((نهه کاله وړاندې مې دا ډول خپرونې ټلويزيون ته راوړې، خو چې کله بيا وزارت ته راغلم، نو هغوى لرې کړې وې، په پلان کې لرو، چې بېرته يې له سره پيل کړو.))
رهين وويل، چې د ملي ټلويزيون رياست ته يې لارښوونه کړې، چې د اشاروي ژبې خپرونې بېرته پيل کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي، چې خصوصي ټلويزيوني شبکو ته يې هم سپارښتنه کړې، چې دا ډول خپرونې ولري.
رهين د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې لنډمهاله دوره کې تر ١٣٨٥ لمريز کال پورې د اطلاعاتو او کلتور د وزير او وروسته تر ١٣٨٨ کال پورې په هند کې د سفير په توګه کار کړى او د ١٣٨٨ لمريز کال په مرغومې مياشت کې يو ځل بيا د اطلاعاتو او کولتور د وزير په توګه مقرر شو.
د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپانې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى، چې له اداري فساد او بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخو کې څېړنيز راپورونه چمتو کوي.









