فراه ( پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شول او د دې ولايت په مرکز کې ناپېژانده کسانو دوه وروڼه ووژل.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد کارګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت اړوند ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر له يو باروړونکي مازدا موټر سره د بالابلوک په “اب خرما سيمه ” کې ټکر وکړ.
دى وايي، چې دغه مسافروړونکى موټر له هرات څخه کابل ته روان و ، چې له پېښې سره مخ شو.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده پېښه کې د ٣٠٣ موټر اته سپرلۍ او د مازدا چلوونکى او د هغه شاګرد ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د پېښې ټپيان د هرات ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي، ځکه چې د فراه د مرکز په پرتله هرات ورته نږدې و.
د وړم کال په کب مياشت کې هم د بالابلوک په دارستان سيمه کې له يوه باروړونکي موټر سره د ٣٠٣ ډوله موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د فراه د مرکز اړوند په “سور” کلي کې ناپېژانده وسله والو دوه وروڼه ووژل .
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي وايي، چې دغه وژل شوي کسان ( نيازمحمد او نېک محمد) وروڼه دي او پوليسو يې د وژلو په تړاو، سور کلي ته د څېرمه “شوراب کلي “اوسېدونکى ميرزا نيولى دى.
هغه وايي، چې په دې اړه جزييات به تر پلټنو وروسته څرګند شي.
د سور کلي اوسېدونکى محمدابراهيم وايي، چې د کلي خلکو تېره شپه په جومات کې لمونځ کاوه ، چې د ډزو غږونه واورېدل شول او وروسته معلومه شوه ، چې ياد شوي دوه تنه وژل شوي دي .
د هغه په وينا، وسله والو د وژل شويو کسانو د کور دروازه ټکولې او کله چې دغه دوه وروڼه وروتلي پر ډزو يې وژلي او قاتلان تښتېدلي دي .
دى وايي، چې دغو دوو وروڼو د سور کلي د ښوونځې تر څنګ د ولډينګ هټۍ لرله .
د ده د څرګندونو له مخې، کېداى شي دغه دوه تنه وسله والو طالبانو وژلي وي، ځکه چې څه موده مخکې يې وروسته له هغه طالبانو ته بدې خبرې کړې وې، چې طالبانو د هغوى د هټۍ مخې ته ماين ځاى پر ځاى کړى و او يو پوليس په کې ټپي شو.
تردې دمه د يادو کسانو د وژلو مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى .










