منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ټپي افغان فوټبالران له فلسطين سره د سيالۍ ډګر ته راوځي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې چارواکي وايي، چې د پنځو ټپي شوو لوبغاړو له ډلې به درې يې، چې د ټيم له کپتان اسلام الدين اميري په کې دى  د فلسطين له لوبډلې سره  سيالي وکړي.

د اسيا د کنفدراسيون ملي لوبډلې د مطبوعاتو مسوول سيد علي کاظمي ويلي، چې پر اسلام الدين امير سربېره بلال ارزو او فيصل سيخي زاده هم په دې سياليو کې ګډون کوي.

د هغه په خبره، ارش هاتفي او مصطفى ازادزوى د ټپونو د سختوالي او نه چمتووالي له امله په دې لوبه کې ونه لوبېږي.

د ملي لوبدلې دا پنځه لوبغاړي د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د مالديف په ادو ښار کې د خپلې سپرلۍ موټر د ټکر په پايله کې سخت ټپيان شول او د ټيم مشرانو تر دې وړاندې ويلي وو، احتمال لري چې د دوى له ډلې هېڅوک هم د فلسطين له لوبډلې سره د سيالۍ په نيمه نيمايي کې ډګر ته راووځي.

ټاکل شوې دا لوبه نن د  سه شنبې په ورځ د کابل پر وخت له غرمې وروسته درې بجې د مالديف په ماله ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د د فوټبال د نړيوال فدراسيون ( فيفا) په درجه بندۍ کې د نړۍ په ١٢٨ مه او داسياسي ټيمونو پر منځ ١٨ مقام اخيستى دى.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د سوېلي اسيا د اتلولۍ پر سياليو کې، چې د تېر کال په وروستيو کې ترسره شوې، لومړى مقام خپل کړى و.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې په وروستيو کلونو کې ښه وده کړې ده. دې ډلې تېر کال د فيفا د “منصفانه لوبه” جايزه هم ترلاسه کړه.

د اسيا د فوټبال د کنفدرانسيون د سياليو د چلنج کپ دا پړاو د غويي مياشتې په ٢٩ مه د افغانستان، فلسطين، قرغيزستان، مالديو، لايوس، فيليپين ، ميانمار(برما) او ترکستان د ملي لوبډلو ترمنځ  په مالديو کې د دوو څلور ټيمه ډلو ترمنځ پيلېږي.

ټاکل شوې، چې ددې ډلې د دوو غوره ټيمونو وروستۍ سيالۍ  د غبرګولي مياشتې په ٩ مه تر سره شي او که چېرته د افغانستان ملي لوبډله فلسطين ته ماتې ورکړي، نو فليپين او مالديو په ماتولو سره به د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سيالي وکړي.

د سياليو اتلولي د وروستي ګډون کوونکي ټيم لپاره په ١٣٩٤ کال کې د اسيا د ملتونو جام په سياليو کې، چې په استراليا کې جوړېږي، د ګډون چانس ورکوي.