تالقان (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): په تخار ولايت کې د سراچه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د دوو زده کوونکو په ګډون درې تنه مړه او اته نورې زده کوونکې ټپيانې شوې دي.
د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د غبرګولى په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ١٠ نيمې بجې د تالقان– کندوز پر لويه لار، د تالقانو ښار اړوند سيمه کې رامنځته شوه.
ده وويل، چې چپه شوى موټر د “اق مسجد د نجونو ښوونځي” د څو زده کوونکو قراردادي موټر وو، چې هر ورځ به يې په کې ښوونځي ته تګ راتګ کاوه.
تيمور وويل، په دې پېښه کې يو چلوونکى او دوه زده کوونکې وژل شوي او ٨ زده کوونکې ټپيانې دي، چې د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته وړل شوې دي.
هغه وويل، چې پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا بيا د تخار د ولايتي روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر عوض محمد الهام پژواک ته وويل، چې له يادې پېښې ورته ٨ ټپيانې او درې مړي ور وړل شوي دي.
الهام وايي، چې په ټپي نجونو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادولوده، همدا نن (يکشنبې) په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوې ترافيکې پېښې له امله ٧ تنه مړه شول او دوه نور ټپيان دي.