ميدانښار (پژواک ١١ غبرګولى ٩٣): د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله ٧ تنه مړه شوي او ٤ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١١مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن سهار٧ بجې د سيداباد ولسوالۍ د توپ دښتې اړوند سيمه کې د کابل– غزني پر لويه لار رامنځته شوې ده.
خوږياڼي وويل: ((لومړى دوه کرولا موټرو ټکر کړى؛ په دې وخت کې يو ټېلر موټر، چې په همدغه سړک روان وو پر يوې کرولا موټر ختلى او ياده مرګ ژوبله يې اړولې.))
هغه وايي، چې په وژل شوو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي او ټپي کسان د درمنلې لپاره ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.
د والي وياند زياتوي، چې دا پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې؛ خو د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې روانې دي.










