منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ټاکنو د رسنیو کميسيون مطبوعاتي اعلاميه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

١٣٩٣ دجوزا ١١ د ولسمشرۍ ټاکنو په دويم پړاو کې د دوه مخکښو نوماندانو د ټاکنېزو مبارزو د پېل راهېسې ليدل کېږي چې د هغوې په غونډو، مطبوعاتي کنفرانسونو، خبري ناستو او يا هم په ځېنې سوداګرېزو اعلانونو کې تر ډېره د يو بل پر وړاندې د تعصب او سپکاوې ستونزو ته لمن وهل کېږي، چې د ټاکنو قانون او رسنیزو فعاليتونو د تنظيم لايحي له مخې ناوړه کړنې دي.

په همدې اساس، د ټاکنو د رسنیو کميسيون د ټاکنېزو مبارزو دورې شرايطو او اهميت ته په پام کې نیولو سره نوماندانو او د هغوې دکمپاینونو دفترونو او ډله يزو رسنيو ته په دې ډول اعلان کوي:

 

1.     د ولسمشرۍ نوماندان او د هغوې دکمپاین مسؤلین  مکلف دي چې له دې وروسته قومي، نژادي، ژبني، سیمه يزو، ګوندي ،مذهبي، دیني او نورو تعصب پاروونکو کلمو او ويناو له کارولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، کوم چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د نفاق او په ډلو د ويشل کېدو باعث کېږي.

 

2.     په داسې حال کې چې په هېواد کې د نافذه قوانينو له مخې د هر ډول ټاکنېزو مبارزو خپرول د ډله يزو رسنيو مسلم حق دی، خو ډله يزې رسنۍ نشي کولی هغه ګردي میزونه، بحثونه، نظرونه،اونور تنظیم اونشر ته وسپاري چې د هیواد د وګړو ترمنځ د اختلافاتو او تاوتریخوالي باعث کیږي.

 

3.     رسنۍ مکلفې دي چې د ټاکنېزو مبارزو په خپرولو کې خپله بې طرفي وساتي او د نوماندانو شخصيت او حیثیت ته درناوي وکړي. همدارنګه د ولسمشرۍزو ټاکنو په دويم پړاو کې د هغو تبليغاتي اعلانونو، بحثونو، ګردي میزونو،مرکو،نظرونواوداسي نورو  له خپرولو څخه ډډه وکړي چې د نوماندانو له خوا پکې يو بل ته او یا هم په هیواد کې د میشتو قومونو په ادرس یو بل ته سپکاوی راجع کېږي.

4.      

په دې اعلامیه کې د ذکر شو ټکو او متن ته د نه پاملرنې په صورت کې به سرغړونکې د قانونې چلند سره مخ شي.