منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د وزیرانو شورا غونډې د کونړ پر ولایت د پاکستان هوایي بریدونه په کلکه وغندل

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۸ کتنې

د۱۳۹۳ لمریز کال د غبرګولي۱۲مه     

د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډې د کونړ پر ولایت د پاکستان وروستي هوایي بریدونه په کلکه وغندل .

د وزیرانو شورا نننۍ غونډې د افغانستان پر حریم د پاکستان د هوایي ځواکونو وروستي بریدونه د ټولو نړیوالو نورمونو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پرخلاف یو عمل وباله.

جمهوررئیس حامدکرزي په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې د امریکا له لوري څخه په کتبي ډول وغواړي ترڅو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د ۹ مادې له مخې او د اړوند میکانیزم پر بنسټ پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

د هېواد جمهوررئیس  همدا راز د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري څخه دا وضاحت هم وغواړي چې دوی ولې د کونړ پر ولایت د پاکستان  د هوایي بریدونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

د وزیرانو شورا غبرګون نن په داسې حال کې څرګندیږي چې پرون د ملي امنیت شورا هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان له بریدونو څخه اندیښنه وښودله او هغه یې په کلکه وغندل.#