کابل(پژواک،١٣غبرګولى٩٣): په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې د سختې ږلۍ د اوريدو او سيلابونو له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښي دي.
دغه مطلب په هغه خبر پاڼه کې راغلى دى چې د خوست دولايت دمقام د اړيکو له دفتر څخه د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوي ده.
خبرپاڼه زياته وي، چې د ږلۍ اوريدو ،سخت طوفان او دسيلابونو له امله يو شمير کورونو د ويجاړيدو ترڅنګ کرنيزو ځمکو ته تاوان اوښتى دى.
سرچينه وايي، چې دخوست امنيتي ځواکونو او ولايتي اداري دسيمو له خلکو سره يوځاى زيات کسان دسيلابونو څخه ژغورلي دي.
سرچينه زياته وي، چې تر دې مهاله دځاني تاوان په اړه کره معلومات نشته خو د اوښتى تاوان د معلوملو لپاره دخوست دسرې مياشتې درييس په مشرۍ يو کميسيون ته دنده سپارل شوي ده، چې په دغه برخه کې معلومات راټول کړي.
د سرچينې ترمخه، د خوست د والي له مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
ديادونې وړ ده چې تيره ورځ هم په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې سخته ږلۍ شوې وه.









