خوست (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): په خوست کې د سختې ږلۍ، باران او سېلابونو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرو کورنيو ته مالي زيانونه رسېدلي دي.
چارواکي وايي، په وژل شوو کې دوه نجونې او يو هلک شامل دي او ټپي کسان يوه ماشومه او مور ده، چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوې دي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خوست ښار په سوېل ختيځه څنډه کې تېره شپه د سخت باران او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي دي.
ځدراڼ وويل، د مرکز په سوېلي برخه کې سېلابونو تر٦٠ ډېر کورونه لاندې کړي او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
ځډراڼ وايي، د مرکز اسماعيل خېلو او مندوزيو په ولسوالۍ کې د سختې ږلۍ ورېدو له امله د غنمو ټول فصلونه په بشپړ ډول له منځه تللي او د مېوو ونې يې زيانمنې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، ښايي په ځينو نورو سيمو کې هم زيانونه اوښتې وي؛ خو معلوماتو له مخې تر اوسه يوه پېښه ثبت شوې، چې د يوه کور د چت لوېدو له امله ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خوست کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې هم ياد تلفات او خلکو ته اوښتي زيانونه تاييدوي.
د مړه شوو ماشومانو پلار محمدحکيم پژواک ته وويل، چې کور يې خام هم نه دی؛ خو اوبه ډېرې وې او ويې نه شو کولای څو خپله کورنۍ وژغوري.
هغه چې د خوست ښار په ختيځه څنډه کې اوسېږي وايي، سېلاب يې د کور ټول توکي زيانمن کړي او ډېر له منځه تللي دي.
د خوست د والي له دفتره د غبرګولي په ١٤مه په خپره شوې خبرپاڼه کې له مرکزي ادارو او مرستندويه ټولنو غوښتنه شوې، چې د دغه ولايت له سېلاب ځپلو سره دې مرستې وکړي.