منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې اورلګېدنې دوه تنه ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٣): د کابل ښار په کمپنۍ ساحه کې د اورلګېدنې له امله د تېلو يو ټانکر، اته هټۍ او يو ګودام سوځېدلي او دوه تنه ټپيان دي.

د سراى خاوند، چې په سراى کې يې هټۍ سوځېدلې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا هټۍ د پرزه پلورنځيو، نانوايۍ او خوراکي توکو وې، چې بشپړې سوځېدلې دي.

هغه زياته کړه: ((د تېلو ټانکر زموږ د مارکېټ مخکې برېک ونيوه، د ګاز ډبه وچاودېده، زموږ لسو هټيو او د غوړو توکو يوه ګودام اور واخيست او وسوځېدل.))

نوموړي د يادې سوځېدنې زيان ٢٠٠زره امريکايي ډالره ياد کړ.

نعمت الله، چې په ياده ساحه کې يې د خوراکي توکو پلورنځى يې سوځېدلى، پژواک ته وويل، چې د دې پېښې اصلي لامل د ټانکر چلوونکى و او اطفايه هم نيم ساعته وروسته د پېښې ځاى ته رسېدلې ده.

په کمپنۍ کې د مداوا خصوصي روغتون د لابراتوار د برخې مشر احسان الله وويل، چې يو هټيوال او د پوليسو يو ساتونکى په دې پېښه کې برسېرن ټپيان شوي وو، چې په ياد روغتون کې يې درملنه يې وشوه.