ژبه

افغانستان : پاکستان  دې ژر پر سرحدي سيمو بريدونه بند کړي

کابل (پژواک ١٦غبرګولى ٩٣) : د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سيمو د تازه بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستان څخه يې ژر ددغو بريدونو د بندېدو غوښتنه کړې ده .

د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک اژانس ته په ليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې پاکستان يوځل بيا پر کونړ او ننګرهار کې د افغانستان پر سرحدي سيمو بريدونه کړي ، چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

خبرپاڼې د پاکستانيو پوځيانو دا ډول کړنې غير انساني عمل بللى او له پاکستان څخه يې ددغو بريدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې ده

دغه راز نن د غبرګولي په ١٦مه ، په کونړ کې د افغانستان د همبسګۍ د ګوند غړوپرافـــغــانستان دپاکستان د توغندويي بريدونو پر وړاندې لاريون وکړ.

لاريون کونکو چې سلګونو مېرمنواو ځوانانو په کــې ګډون درلود او له ننګرهــار او کابل څخه راغــلي و، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پرضد شعارونه ورکړل .

له دې کسانو سره د کونړ په مرکز اسعد اباد کې نورو ځوانانو هم ملګرتيا وکړه .

دوى خپل شعارونه داسې ليکلي و: (( پرکونړدپاکستان ددولت يرغل د امريکا شيطاني دسيسه ده، مړه دې وي د پاکستان او ايران سپي، زموږ په هېواد کې پاکستاني پوځيان په امريکا يي وسلو بې ګناه افغانان وژني.))

د يادونې ده ، چی د روان کال د وري له څلورمې نيټې راهيسې د پاکستان د پوځ له لوري پر کونړ يوځل بيا سلګونه توغندي توغول شوي ، چې په دې بريدونو کې شاوخوا ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .