منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په بغلان کې سېلابونو سل کسان وژلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

پلخمري (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): ځايي چارواکو د بغلان ولايت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله تر سلو د ډېرو کسانو د مړينې خبر ورکړى او وايي، چې د زياتې مرګ ژوبلې امکان هم شته دى.

دغه سېلاب تېر ماښام د ګذرګاه نور ولسوالۍ په مرکز او څېرمه سيمو کې د سختو بارانونو له امله راوتلى دى.

د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې مهال تر لاسه شوي معلومات څرګندوي، چې په دې طبيعي پېښه کې څه باندې ٧٠ کسان له منځته تللي او ګڼ زيانونه يې اړولي دي.

هغه زياته کړه، چې نن بېړنۍ ناسته کوي، څو يو پلاوى سېلاب ځپلو سيمو ته واستول شي او د مرګ ژوبلې او زيانونو د کچې له معلومولو وروسته مرستې ور واستوي.

است که از طريق هوا، به سيلاب زدگان کمک صورت بگيرد و اجساد دريافت گردد.

خو د ګذرګاه نور ولسوال نورمحمد ګذر وايي، چې سېلابونو د ولسوالۍ په مرکز کې شاوخوا سل کورونه وړي او څه باندې سل نور کورونه يې ويجاړ کړي دي.

ولسوال وايي، چې د خټو او چيکړو له منځه د مړو د را ايستلو وسايل امکانات نه لري او د دې ترڅنګ له کلو سره د ولسوالۍ نښلوونکې لارې پرې شوې او اړينه ده، چې سېلاب ځپلو ته د هوا لارې مرستې ورسېږي او مړي تر لاسه شي.

هغه وويل، چې له خلکو سره يو ځاى يې غونډيو ته پناه وړې او له خورا ناوړه وضعيت سره مخ دي.

د ګذر د بغل کلي اوسېدونکي ملا بشير وويل، چې سېلاب په دغه کلي کې ټول ٣٥ کورونه ويجاړ کړي او ټوله شپه يې په يوه لوړه سيمه کې تېره کړې ده.

هغه زياته کړه:((شپه مو پر يوې غوڼدۍ په باران کې تېره کړه، تر نيمې شپې باران ورېده، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو جامې لندې وې او ځيني خو د سړې هوا له امله ناروغ شوي هم دي.))

ملا بشير نن سهار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې يواځې د خپل ځان په ژغورلو توانېدلى او اوس تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، سرپناه، خوراکي او روغتيايي توکو ته سخته اړتيا لري.

د ګذرګاه نور ولسوالۍ د ده ميانه کلي اوسېدونکي ملا نسيم نن له غرمې وروسته وويل، چې د دوى په کلي او ګاونډيو کلو لکه ده قندي، ميرخيل او دشت غارو د سېلابونو د راتلو لهامله زياته مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې د اتو ښځو په ګډون ٣٦ مړي او ١٣ ماشومان له خټو را ايستل شوي او پاتې نور مړي سېلابونو ټيټو ساحو ته وړي دي.

ملا نسيم زياته کړه، چې د استوګنې ٢٠٠ کورونه په بشپړ ډول او همدومره نور يو څه ويجاړ شوي او کورنۍ تر شنه اسمان لاندې په لوړو ساحو کې ژوند کوي.

دغه ځايي مخور وويل:(( د بغلان له مرکز څخه يو پلاوى له وچې ډوډۍ، معدني اوبو او يوه اندازه درملو سره زموږ سيمې ته راغلى دى، خو دا مرستې په هېڅ صورت بسنه نه کوي، موږ خوراکي توکو او سرپناه ته سخته اړتيا لرو.))

ځايي چارواکي وايي، چې اوسمهال په يوه بېړنۍ ناسته کې بوخت دي او وروسته به د مرګ ژوبله کره شمېره او سېلاب ځپلو ته د مرستې رسونې بڼۀ څرګنده کړي.