پلخمري (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): ځايي چارواکي وايي، که څه هم د بغلان ولايت د ګذرګاه نور ولسوالۍ د سېلابونو له امله د مړه شوو شمېر ډېر دى، خو تر اوسه پورې د ښځو، ماشومانو او د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون د ٩١ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
د غبرګولي په ١٦مه نېټه ماښام مهال د ګذرګاه په مرکز او شاوخوا سيمو کې سخت باران وشو او سېلابونه را ووتل.
ځايي چارواکو تېره ورځ ويلي وو، چې د خټو او چيکړو له منځه ٨٤ مړي را ايستل شوي، خو ٥٠ نور لا درکه دي او احتمال لري ، چې د تلفاتو شمېر تر سلو ډېر وي.
د بغلان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس نصيراحمدکهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس اوس د پنځو نارينه وو او دوو ماشومانو مړي هم ترلاسه شوي او د مړو شمېر ٩١ کسانو ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې د نورو ورکو شوو د موندلو لپاره پلټونکي عمليات دوام لري.
کهزاد وويل، چې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې کره شمېر به يې وروسته څرګنده شي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې د مړو په ډله کې اته ښځې، ١٣ ماشومان او د ښوونځي ١٥ زده کوونکي شامل دي.
د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چې په دې طبيعي پېښه کې د ګذرګاه نور ولسوالۍ مرکز او څلور کلي زيانمن شوي او په ټول کې زر کورونه ويجاړ شوي او ٣٠٠ کورنۍ له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
کهزاد زياته کړه، چې ملي اردو ٣٠٠ خېمې، زر تختې کمپلې او خوراکي توکي سېلاب ځپلو ته د مرستې په توګه ورکړې، چې د ملي اردو د چورلکو په وسيله ولسوالۍ ته لېږدول شوې او د وېش پروسه يې نن پيل شوې ده.
محمدګل چې له يو شمېر سپين ږيرو سره له غارو کلي د ولسوالۍ مرکز ته راغلى و، وويل، چې په دغه کلي کې د استوګنې ١٢٠ کورونه ويجاړ شوي او ٨٠ خېمې، سل کمپلې، سل کارتنه معدني اوبه او بيسکېټ يې ترلاسه کړي او پر سېلاب ځپلو به يې ووېشي.
خو د ده ميانه کلي اوسېدونکى نجيب الله وايي، چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.
هغه وويل، چې د ده د کورنۍ په ګډون نورې هم په خلاصه فضا کې ژوند کوي او اوس خوراکي توکو او درملو ته اړتيا لري.
نجيب الله زياته کړه: ((لومړۍ شپه مو تر باران لاندې تېره کړه، اوس د نورو په حويلۍ کې يو، نه ډوډۍ لرو نه اوبه، دولت بايد زر تر زره راسره مرسته وکړي، کنه ماشومان مو له لوږې او ناروغۍ مري.))
خو د بغلان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وايي، چې د ولايت په مرکز کې په پوره اندازه خوراکي توکي، سرپناه او درمل لري او مرستې به له پلټنې وروسته ووېشل شي.
هغه زياته کړه، چې يو ګرځنده کلينيک هم فعال دى او د ناروغانو معاينه او درملنه ترسره کوي.
بلخوا ولسمشر حامد کرزي د ګذرګاه نور ولسوالۍ سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره د يوې کمېټې د ګومارلو حکم صادر کړى دى.
پژواک خبري اژانس ته د چارو ادارې په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر سېلاب ځپلو ته د بېړنۍ مرستې رسونې لپاره د کلو د بيارغونې او پراختيا د وزير ويس برمک تر مشرۍ لاندې يوه کمېټه جوړه کړې، چې د عامې روغتيا او عامه ګټو وزارتونو مرستيالان، له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال او د بغلان والي يې غړيتوب لري.
دې کمېټې ته لارښوونه شوې، چې د سېلاب د قربانيانو د جنازې په مراسمو کې مرسته، په خښولو او زيانمنو کليو ته د نښلوونکو لارو د بيا پرانيستو، د لومړنيو خوراکي توکو، جامو او درملو په رسولو کې اقدام وکړي او خپل راپور د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي.
ګذرګاه نور د بغلان د مرکز پلخمري ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې له تخار ولايت سره په پوله پرته ولسوالي ده.










