ګردېز(پژواک ٢٠غبرګولى٩٣): په پکتيا کې د دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله يو تن مړ او ١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، چې لومړۍ پېښه نن غرمه مهال د چارچينو ولسوالۍ د “شواک” په سيمه کې د يو تراکټور د چپه کېدو او دويمه سهار مهال د ګردېز ښار اړوند د “بنېزو” په سيمه کې د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې دي.
د ياد ولايت د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، له لومړۍ پېښې ورته يو مړى او ١٣ ټپيان او له دويمې پېښې څلور ټپيان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.
نوموړي وويل، چې په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړى دى.
دغه راز د اکبرجان په نامه د پېښې يو تن ټپي د ولايت په ملکي روغتون کې پژواک ته وويل، چې د لومړۍ پېښې ټول قربانيان يې د کورنۍ غړي دي.
هغه وايي،چې په يوه تراکټور کې يې ګډه بار کړې وه او له يادې ولسوالۍ مرکز ګردېز ته راتلل، چې په لاره کې يې تراکټور چپه شو .
دى وايى، د کورنۍ يو تن غړى يې مړ شوى او د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ١٣ نور ټپيان دي.
ولايتي چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.










