کلات (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٣ ) : د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د يوې چاونې له امله درې پوليس او ٩ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ددغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد توخي د غبرګولي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه پرون غرمه مهال د شاه جوى ولسوالۍ په بازار کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر شوې وه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس او ٩ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې درې ښځې هم شاملې دي ، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
بله خوا ددې ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو ټاکنو د خونديتوب لپاره يې پراخ امنيتي تدابير نيولي، تر څو ددې ولايت اوسېدونکي وتوانيږي، چې د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي او رايه ورکړي .
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې درې ګونو افغان امنيتي ځواکونو د ټاکنو د امنيت لپاره ښه پلانونه جوړ کړي او اوس يې په عملي کولو بوخت دي .
نوموړى وايي ، په هغو سيمو کې چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو ګواښ موجود دى ، دوى لنډ مهاله عمليات ترسره کوي، تر څو سيمې امن شي .
روغ ليوني وويل، د دولت وسله وال مخالفين چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې په ګډوډۍ ونه توانيدل دا ځل خپل ټول کوښښ کوي، چې ټاکنې ګډې وډي کړي، خو زياتوي چې دوى يې پر وړاندې امنيتي تدابير لري.