منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

باميان: ترافيکي پېښه کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

باميان (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د يکاولنګ – باميانو د لويې لارې په اوږدو کې د يوه ٣٠٣ موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه  شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

دغه موټر له يکاولنګ ولسوالۍ د باميانو ښار ته پر لاره و، چې نن سهار اته بجې باميانو ښار ته څېرمه د شهيدان په سيمه کې له سړکه ووت او چپه شو.

د باميانو د ښاري امنيتي حوزې امر حميدالله ايلخاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده د لومړنيو معلوماتو له مخې، چې په دې پېښه کې د باميان پوهنتون دوه محصلين مړه  شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې پېښه د ٣٠٣ موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې، پوليس ترافيک سيمې ته استول شوي، چې پېښه وڅېړي.

د باميان روغتون رييس ډاکټر دلاور وويل، چې دوه مړي او ١٢ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي، خو د څلورو روغتيايي حالت نازک دى.

هغه زياته کړه، چې د ټپيانو په منځ کې څلور مېرمنې  هم  شته او ټول تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

په روغتون کې د محمدعلي اخلاقي په نوم يوه پايواز وويل، چې په دې پېښه کې يو محصل، چې د ده له خپلوانو دى، ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د پېښې له ځايه يې په ټيلېفون ترلاسه کړي معلومات څرګندوي، چې د ٣٠٣ موټر ډېرى مسافر د باميانو پوهنتون محصلين وو، چې د رخصتۍ له تېرولو وروسته له يکاولنګ ولسوالۍ څخه باميان ښار ته راتلل.