ميمنه (پژواک٢٦ غبرګولى ٩٣): په فارياب کې يوې ښځې د خپل خاوند کورنۍ له خوا د بې اولادۍ په اړه د پرله پسې پېغورونو له امله ځان وژنه وکړه.
دې شل کلنې مېرمنې تېره شپه د فارياب د مرکز ميمنې ښار د درېيمې ناحيې اړونده ساحه کې ځا زندۍ کړى دى.
د فارياب د ښځو چارو رييسې شريفې عظيمي وويل، چې د دې مېرمنې له واده څخه درې کاله تېرېدل، خو د خاوند او دهغه د کورنۍ له خوا پرلپسې پيغورونه ورکول کېدل، چې څنګه اولاد نه راوړي.
هغه زياته کړه، چې خاوند يې مستري دى او له خپلې مېرمنې سره يې ناوړه چلند، تاوتريخوالى او بې ځايه غرور کاوه او مېرمن د اولاد نه راوړلو په سبب ملامتوله او ځان ورته پړ نه ښکارېده.
د يادې مېرمنې يوه ګاونډي وويل: ((کورنۍ به تل پيغورونه ورکول او ويل به يې چې څاروي حمل اخلي او اولاد زېږوي، خو ته اولاد نه راوړې.))
هغه وويل، چې دغه ځوانه ښځه دوولسم پاسه وه او له دغه وضعيت نه دومره ځورېده چې ځان وژنه يې وکړه.
خو د فارياب امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار سربلند وويل، د څېړنو او د دې مېرمنې د کورنۍ د څرګندونو له مخې يادې مېرمنې رواني تکليف درلود او له همدې امله يې ځان زندۍ کړى دى.
خو د ښځو چارو رييسه وايي، چې د پوليسو څېړنه قناعت بښونکې نه ده او اړينه ده چې قضيه په کره توګه وڅېړل شي او هغه کسان بايد چې دې مېرمنې يې د تاوتريخوالي له وجې ځان وژنه کړې، پيدا او ونيول شي.
پوليس وايي، که چېرې د دې قضيې په تړاو څوک شکايت وکړي، نو پوليس به د موضوع په اړه اقدام وکړي.
د روان کال په پيل کې هم په همدې ناحيه کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ د شپې مهال د تومانچې پر ډزو په مرموز ډول ووژل شوه او ورور يې د قضيې په تړاو ونيول شو.










