پلخمري (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): د بغلان سيند کې د نيزونو له امله د پخلمري نساجي د برېښنا بند يوه دروازه او لسګونه د استوګنې کورونه زيانمن کړي او زيانمن يې بې ځايه شوي دي.
د بغلان ولايت سيند، چې د اوبو کچه يې د سالنګ له غرونو سرچينه اخلي، تېره شپه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شمرق سيمه کې لوړه شوې او د نساجۍ برېښنا فابريکې د لومړي بند وسپنيزه دروازه، چې له کانکرېټ جوړه شوې وه، ويجاړه شوې ده.
د پلخمري د نساجۍ فابريکې رييس انجنير عبدالقادر وويل، چې تېر کال د دې دراوزې څنډې چاک کړى او تېره شپه د اوبو ډېرېدو له امله په اوبو کې شړېدلې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دروازې په نورو برخو کې هم درزونه پيدا شوي او که چېرې ورته پاملرنه ونه شي، نو له کنټروله وځي او د دې ترڅنګ به په نساجۍ فابريکې او پلخمري ښاريانو برېښنا بنده شي. د دې تر څنګ هغه په زرګونو جريبه ځمکه وچېږي، چې د تنظيم چارې يې پر دغه بند پورې تړلې دي.
د برېښنا لومړى بند څلور دروازې لري، چې په ١٣٢١ لمريز کال کې د المانيانو له خوا جوړ شوى او تر اوسه يې بنسټيز ترميم پاتې دى.
دغه بند درې توربينه لري، چې په ټوليز ډول څلورنيم کيلوواټه برېښنا توليدوي.
پنځوس سلنه برېښنا يې د فابريکې په ماشين الاتو او پاتې نوره يې د پخلمري د ١٥٠٠ پېرونکو له خوا قرارداد شوې ده.
د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پلخمري د نساجۍ بند د برېښنا ستونزه د اوبو او برېښنا له وزارت سره مطرح کوي او مکتوبونه يې هم استولي، چې د بند دروازه د ويجاړېدو په حال کې ده، خو په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.
هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې المانيان د برېښنا لومړى بند او د پلخمري نساجۍ دويم بند په ٣٧ ميليونه امريکايي ډالر لګښت سره بيا ورغوي، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره عملي کار نه دى شوى.
څه موده وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال انجنير غلام فاروق قاضي زاده پژواک ته ويلي وو، چې د برېښنا وزارت له دغو دواړو بندونو خبر دى او د بيا رغونې لپاره يې کارونه پيل کړي دي.
د هغه په خبره، د پلخمري نساجي د برېښنا بند د بيارغونې لومړني کارونه بشپړ شوي او ټول اسناد يې د اوبو او برېښنا وزير د څېړنې او ارزونې لپاره استول شوي، چې ډېر ژر په داوطلبۍ ته وسپارل شي او د بيارغونې کار به يې په عملي ډول پيل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال په دې اړه، چې په په تېرو دوو کلونو کې ولې د برېښنا د دغو دوو بندونو کار پيل نه شو؟ څه وضاحت ورنه کړ.
د پلخمري د نساجۍ فابريکه په ١٣١٥ لمريز کال کې رامنځته شوه، چې پخوا يې څه باندې درې زره کارګر درلودل، رنګه رختونه او ململ يې توليدول، چې بهر ته هم صادرېدل، خو د دې سهامي فابريکې د کارکوونکو شمېر په وروستيو کلونو کې څلور سوه کسانو ته را کم شو او توليدات يې هم کم او د هېواد دننه منحصر شول.
بلخوا د پخلمري په شمرق ساحه کې د بغلان سيند د څپو ياغي کېدو، شپږ د استوګنې کورونه، چې په خامه بڼه جوړ شوي وو، وران کړي، اوبه تر ٦٠ زياتو پخو کورونو ته ننوتې او هم يې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
د سيما په نوم يوې زيانمنې وويل: ((اوبو درې کورونه او زما د کور خامه تشناب ويجاړ کړى دى، خپل فرش او لوښي مې د ګاونديانو په مرسته را و ايستل.))
نوموړې، چې د دريو اولادونو مور ده، زياتوي چې اوسمهال د خپلې مور په کور کې ژوند کوي او له دولت څخه غواړي چې د سيند د تحکيم بندۍ او د سرپناه په جوړولو کې له دوى سره مرسته وکړي.
د محمد اصغر په نوم يوه بل کس وويل، چې اوبه په يو نيم متر لوړوالي سره د هغه پاخه کور ته ورننوتې، خواړه او وسايل يې ترې اوبو لاندې کړي دي.
د بغلان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې شمېر احمد نصير کهزاد وويل، چې تېره شپه يې زيانمنو ته ګرم خواړه وېشلي ا اوس خېمې ورکوي.
کهزاد زياته کړه، چې د اوبو فشار د پخلمري د بالادوري نهر سربند ويجاړ کړى او په شمرق ساحه کې د اوبو د ياغي کېدو سبب شوى دى.
پر دې سربېره ځينو کسانو د سيند يوه څنډه په کرنيزو ځمکو بدله کړې او د سيند اصلي پلنوالى يې چې ١٢٠ متره دى، ٧٠ متره کړى دى.
خو د بغلان داوبو د تنظيم رييس نعيم نوابي وويل، چې تر اوسه د سيند دواړو خواوو ته ٨٠٠ متره واټن ټينګ کړى، چې د کورونو د ويجاړۍ مخه نيول شوې ده.
هغه زياته کړه، اړينه ده، چې د سيند دوه کيلومتره نوره برخه هم ټينګه شي، خو دغه کار د بوديجې د نشتوالي په سبب نه دى شوى.
نوابي څرګنده کړه، چې د اوبو او برښنا وزارت ژمنه کړې، چې سيند به د خپلې بوديجې او ډونرانو په مرسته تحکيم بندي کوي.










