د ۱۳۹۳ د ټاکنیز خنډ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو د رول په هکله د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې (EWA) مطبوعاتي خبرپاڼه
نېټه: ۱۳۹۳ کال د چنګاښ ۱
د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو له دویم پړاو څخه وروسته ټاکنیزو ډلو د ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو او د ټاکنیزو بنسټونو د ځینو مسوولینو د نه بې طرفۍ په هکله نیوکې وکړې چې په پایله کې یوې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې وځنډولې او وړاندیز یې وکړ چې د دغه خنډ له منځه وړلو لپاره ملګري ملتونه منځګړيتوب وکړي.
د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (EWA) د ټاکنو په دویم پړاو کې د رامنځته شوي خنډ په هواري کې د منځګړیتوب لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو، د دوه نوماندانو د ټاکنیزو ډلو او ولسمشر لخوا د ملګرو ملتونو د رول له منلو سره هرکلی او د افغانستان په ټاکنو کې د اوسني خنډ هواري لپاره د منځګړیتوب د رول په ادا کولو کې د ملګرو ملتونو له تیاري څخه ستاینه کوي.
د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (ایوا) په دې باور ده چې ملګري ملتونه د یوه اعتبار لرونکي او تخصصي سازمان په توګه لکه څنګه چې د ټاکنو د بهیر په تمویل او تخنیکي ملاتړ کې اغېزمن رول لوبولی، کولای شي په خپل اغېزمن رول سره د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د دویم پړاو روڼتیا پیاوړې او د ټاکنو د وروستۍ پایلو منلو ته لار هواره کړې.
تمه کېږي چې ملګري ملتونه د رامنځته شوي خنډ د هواري لپاره د خپل سیاسي، تخنیکي او څارنیز رول ادا کولو پر مهال د افغانستان د ټاکنیزو ادارو اعتبار ته کلکه پاملرنه ولري او خپلې کړنې د ټاکنیزو کمیسیونونو، دوه ټاکنیزو ډلو او ملي او نړیوالو څارونکو بنسټونو سره په بشپړې همغږۍ کې پر مخ یوسي.
ایوا له ټاکنیزو کمیسیونونو، د دواړو نوماندانو ټاکنیزو ډلو او ولسمشر څخه هیله کوي ترڅو د ټاکنو په دغه پړاو کې د رامنځته شویو ستونزو د هواري لپاره د ملګرو ملتونو له سلا او تخنیکي ملاتړ څخه ګټه پورته کړي او له ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړي.
ایوا همدارنګه له ټاکنیزو ډلو او پلویانو څخه یې غواړي ترڅو په نورو پړاوونو کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب رول ته په پام سره د ټاکنیزو کمیسیونونو کړنې په پوره حوصلې او زغم سره وڅاري او د هر ډول ګامونو څخه چې د دغه بهیر د ګډوډېدو لامل ګرځي، ډډه وکړي.
د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (ایوا)
پته: کابل، کارته سه، د بشري حقونو د کمیسیون سرک، ښي لاس ته دریمه کوڅه، ۲۵۷ کور
ټلیفون: 0093 -744112020
برېښنالیک: [email protected]
انټرنټي پاڼه: www.ewa.org.af









