ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا والي: د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي غږونو زيانمنه نشي

د پکتيکا والي: د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي غږونو زيانمنه نشي

author avatar
29 Jun 2014 - 09:53
د پکتيکا والي: د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي غږونو زيانمنه نشي
author avatar
29 Jun 2014 - 09:53

ښرنه ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د پکتيکا والي د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله ډلې له خوا دده خپور شوى غږ جعلي وباله او غوښتنه يې وکړه، چې د ټاکنو ملي پروسه دې په جعلي غږونو نه زيانمنه کېږي .

 تېره ورځ له غرمې وروسته د ولسمشرۍ د يوه کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د يوې غونډې په ترڅ کې ځينې  ټېلېفوني غږونه خپاره کړل.

په دې خپرو شويو غږونو کې يوه ټېلېفوني اړيکه د پکتيکا والي محب الله صميم او د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا د پخواني مشر ضياالحق امرخېل ته منسوبېده.

د پکتيکا ولايت مقام له خوا د چنګاښ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې والي محب الله صميم ياده ټېلېفوني اړيکه جعلي بللې او زياته کړې يې ده ؛ چې د ټولټاکنو ملي پروسه بايد په جعلي غږونو زيانمنه نه شي.

هغه زياته کړه، چې اساسي قانون، د ډېموکراسۍ اصولو او ملي ګټو ته ژمن او ساتوونکی يې دی 

نوموړي وويل، چې له ټاکنو يوه اونۍ وړاندې يې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رسمي ليک پر بنسټ يې د پکتيکا ولايت ټولو ملکي او نظامي منسوبينو ته په ټاکنو کې د بې پرېوالي سپارښتنه کړې وه، تر څو حکومتي مامورين په ټاکنو کې نه د چا په ګټه او نه هم زيان کار وکړي.

د صميم په وينا، چې دې اصل ته په خپله هم ژمن پاتی شوی دی

د پکتيکا والي زياته کړې، چې افغانانو په ډيرو سختو شرايطو کې د سر په بيه د ټولټاکنو په دوو پړاوونو کې برخه واخيسته.

نوموړي له دواړو کانديدانو وغوښتل، تر څو د خلکو رايو ته درناوی وکړي او په لومړي ځل د سياسي لېږد دا ملي پروسه زيانمنه نه کړي

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.