ژبه

ډانيل فيلډمين د افغانستان لپاره د امريکا نوى استازى ټاکل شوى

واشنګټن (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ډانيل فيلډمين د افغانستان او پاکستان لپاره نوى ځانګړى استازى ټاکلى دى.

نوموړى په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړى استازى ټاکل شوى، چې اوسني استازي جيمز ډوبينز پرون د خپلې استعفى اعلان وکړ. ټاکل شوې هغه د روانې مياشتې تر وروستيو خپله دنده پرېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون په واشنګټن کې وويل، چې اوسنى مرستيال استازى ډانيل فيلډمين به د ډوبينز د ځاى ناستي په توګه وټاکل شي.

کري د ډوبينز ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغه د يوه کال په موده کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ښې اړيکې لري.

ده زياته کړې، چې ډوبينز د خپل يوه کال په موده کې له افغانستان سره د امنيتي سند په اړه خبرو کې ډېر کار وکړ، چې له امله يې د افغان ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د برياليتوب په صورت کې د دغه سند د لاسليک ژمنه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي، چې نوى استازى به هم خپله دنده په ښه توګه پر مخ بوځي.