درېيم تعقيب – کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په چوک کې د ايساف ځواکونو د موټرو په تمځاى کې د شاوخوا ٤٠٠ اکمالاتي موټرو د سوځېدو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اوښتي دي.
دغه اور لګېدنه د ايساف ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تمځاى کې تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې رامنځته شوه او نن تر غرمې پورې يې دوام درلود.
دولتي چارواکي وايي، چې تر اوسه د دې اور لګېدنې لامل نه دى څرګند، خو وسله والو طالبانو ويلي چې ياد موټر د دوى د بريد په پايله کې سوځېدلي دي.
خو د يادو وسايطو يوه چلوونکي حيات الله چې د پېښې پر مهال په ساحه کې و، وويل چې لومړۍ درې چاودنې وشوې او وروسته اور لګېدنه رامنځته شوه.
نوموړى په داسې حال کې، چې ويل يې چې سوځېدلى موټر يې شخصي او ناټو ځواکونو ته يې اکمالات کول زياته کړه: ((ټول خلک تباه شول، بايد چې امنيتي ځواکونه يې د خلکو تاوان ورکړي، که چېرې يې د خلکو د موټرو امنيت نه شوى نيولى، نو نه به يې ودرول.))
د هغه په خبره، هر سوځېدلى موټر له ٣٥ څخه تر ٤٠ زرو ډالرو پورې بيه لري او هر يوه څه باندې ٥٠ ټنه تېل بار کړي وو، چې ټول د اور خوراک شول.
د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې نږدې ٤٠٠ ټانکر سوځېدلي او امکان لري چې مرګ ژوبله هم اوښتې وي، خو تر اوسه يې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
خو د سميع الله په نوم يو کس، چې يو ټېلر موټر يې سوځېدلى د پېښې په ساحه کې يې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٤٠٠ موټرو او د تېلو ټانکر د سوځېدو تر څنګ، يو شمېر هغه موټر چلوونکي او کلېنران، چې په موټرونو کې ويده وو، نا درکه دي.
نوموړي په دې اړه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې تر اوسه پورې دوه مړي ترلاسه شوي دي.
خان زمان، چې په دې پېښه کې يې دوه ټېلر موټر سوځېدلي وويل: ((څلوېښت ورځې کېږي چې دلته ولاړ يو، خو د سکورټ (د لېږد پر مهال امنيت) زمينه راته مساعده نه شوه.))
نوموړي زياته کړه، چې دولت دوى له دې امله درولي وو، چې د کابل-کندهار لويې لارې د امنيت په نيولو نه و توانېدلى.
هغه څرګنده کړه، چې موټر چلوونکو په تېره يوه مياشت کې درې ځلې لاريونونه کړي، څو د لېږد اجازه ورکړل شي، خو دولتي چارواکو تشې ژمنې ورکولې او تر اوسه يې دغه کار ونه کړ.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوى ګومارلى، چې په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو ټانکرو د اور اخيستنې په اړه کره او هر اړخيزه څېړنې وکړي.
د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه پورې په پېښه کې د سوځېدلو ټانکرو کره شمېر نه دى څرګند، خو د پوليسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې په پېښه کې شاوخوا ٢٠٠ ټانکر سوځېدلي دي.
سرچينې زياته کړه، چې ياد پلاوى ګومارل شوى، څو د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي، په پېښه کې د سوځېدلو ټانکرو د شمېر او همدارنګه د اوښتو زيانونو په اړه پلټنه وکړي او خپل راپور د کورنيو چارو وزارت مشرتابه پلاوي ته وړاندې کړي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو سلګونه موټر د دوى د تاکتيکي بريد په پايله کې سوځېدلي دي.
دغه راز دى ادعا کوي،چې په بريد کې ګڼ شمېر د بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو کسان وژل شوي دي.










