منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ژورنالېست او ليکوال محمد زبير ژمن مړی خاورو ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

پل علم (پژواک ١٥چنګاښ ٩٣): د ژورنالېست او ليکوال محمد زبير ژمن مړی د لوګر ولایت د مرکز اړونده د هغه په پلرني کلي” پادخواب شانه” کې خاور ته ورسپارل شو.

ژورنالېست او ليکوال زبير ژمن، چې له ازادۍ راډيو سره يې د اېډېټر او خبريال په توګه کار کاوه، تېره ورځ يې د پېښور په يوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې خبريال مړى نن له کابله – لوګر ته راوړل شو او له غرمې مخکې يې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

پوپل د ارواښاد ژمن مړينه لويه ځايه وبلله او له پاک خداى (ج) څخه يې هغه ته د جنت فردوس غوښتنه وکړه.

د ارواښاد ژمن يو تن همکار نيسم شفق پژواک ته وويل، چې له نوموړي سره يې له څو کلونو راهيسې يو ځاى کار کاوه.

شفق وويل:((لکه څنګه ، چې يې نوم ژمن وو؛ همداسې خپلو کارونو،مسلک او خپل هېواد ته ژمن انسان وو.))

د ارواښاد ژمن مشر ورور ډاکټر محمداسماعيل ژمن پژواک ته وويل،چې هغه له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ورپېښې ناروغۍ له امله تر درمنلې لاندې و،چې تېره ورځ د پېښور په يوه روغتون کې يې ساه ورکړه.

د خبريالانو ملاتړي ادارو او په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې ډېرو افغان  ژورنالېستانو د ارواښاد زبير ژمن پر مړينه خواشني ښودلې ده.

دغه راز د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د نوموړي مړينه يوه ضايعه بللې او په ژورنالېستکه برخه کې يې د هغه هڅې او خدمتونه ستايلي دي.

ارواښاد ژمن ٣٢ کاله مخکې د لوګر په ولايت کې زېږېدلى او تر ثانيوي زده کړو وروسته يې د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې وې.

هغه له ٢٠٠٩ کال راهيسې له ازادۍ راډيو سره د خبريال او اېډېټر په توګه دنده ترسره کوله.