فراه (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): د فراه د مرکز اړوند په “دېګ فروش” سيمه کې د ټېلر او ٣٠٣ موټر د ټکر له امله يو تن مړ شوى او ٧ نور ټپيان شوي دي.
د فراه د ترانسپورت مدير حاجي عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار وختي شاوخوا درې نيمې بجې رامنځته شوه.
دى وايي، چې د پېښې ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې پېښه کې ټپي شوي ١٩ کلن نقيب الله په ياد روغتون کې پژواک ته وويل، چې دى په ٣٠٣ موټر کې له فراه نه کندهار ته روان و، چې د “دېګ فروش ” په سيمه کې يو ټېلر پر سړک ولاړ و او مخامخ بل ټېلر راغى او د ٣٠٣ موټر مخه يې بنده کړه.
دى وايي: “د ٣٠٣ موټر چلوونکى ناچاره شو، ولاړ ټېلر يې وواهه او بيا ٣٠٣ هم چپه شو.”
دغه مسافر وړونکى موټر د خواجه عبدالله انصاري د ترانسپورتي شرکت اړوند دى.
په فراه کې د دې شرکت مسوول عبدالغني، وايي چې د دوى دې موټر شپږ سپرلۍ، يو موټر چلوونکى او يو هم کلينر درلود، چې له دې ډلې يو مسافر مړ دى او پاتې نور ټپيان شوي دي.
د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي چې له يادې پېښې يو مړى او ٧ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي او ټول لويان نارينه دي.
د ده په وينا، له ټپيانو څخه يو تن چې روغتيايي حالت يې خراب و، د درملنې لپاره هرات ته لېږدول شوى، يو تن په همدغه روغتون کې بستر دى او پاتې نور تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د تېرې مياشتې په لومړيو کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت اړوند ٣٠٣ مسافروړونکي موټر له يو باروړونکي مازدا موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې لس تنه ټپيان شول.
د وړم کال په کب مياشت کې هم د بالابلوک په دارستان سيمه کې له يو باروړونکي موټر سره د ٣٠٣ ډوله موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي وو.










