پلخمري (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې يو ماشوم د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى او شپږ کسه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وايي، چې دغه چاودنه پرون ماښام په چندران سيمه کې، پر يوه مسافر وړونکي موټر چې له مزارشريف څخه کابل ته پر لاره و، رامنځته شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو دوولس کلن ماشوم وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د زلمي په نوم د خنجان روغتيايي کلينيک يوه ډاکټر نن سهار وويل، چې د يوه ماشوم مړى او شپږ تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي و، چې له دې ډلې پنځه تنه برسېرن ټپيان وو او له درملنې وروسته رخصت شول، خو د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د سيمې يوه هټۍ وال جلال الدين وايي: “د سرک پر غاړه يو سراچه موټر ودرېد او له ټولبکس څخه يې دود راووت، موټر چلوونکي مسافرو ته وويل، چې وتښتئ نو په دغه وخت کې چاودنه وشوه.”
دغه هټۍ وال زياته کړه، چې له چاودنې وروسته په ټولبکس کې د ګاز يو بالون تر سترګو کېده، خو معلومه نه ده چې دغه چاودنه به د ګاز او که به د کومو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې وي.
خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې دغه چاودنه د ګازډبې له امله رامنځته شوې او پوليسو موټر چلوونکى نيولى او په دې اړه ترې څېړنې روانې دي.
همدارنګه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په کمربند کې هم پرون يو ساتنمن او يو پوليس د يوې چاودنې له امله ټپيان شوي دي.
پوليس وايي، چې طالبانو په يوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې چې د پلخمري ښار ته يې داخل کړي، چې د پوليسو له لوري تر پېژندلو وروسته ودرول شو. په همدې مهال موټرسايکل چلوونکي د ريموټ په وسيله چاودنه کړې ده.










