ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دواړه ټاکنيزې ډلې: سبا د رايو د تفتش معيارونه نهايي کوو

دواړه ټاکنيزې ډلې: سبا د رايو د تفتش معيارونه نهايي کوو

author avatar
21 Jul 2014 - 22:15
دواړه ټاکنيزې ډلې: سبا د رايو د تفتش معيارونه نهايي کوو
author avatar
21 Jul 2014 - 22:15

کابل (پژواک، ٣٠چنګاښ٩٣): د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ټاکنيزې ډلې د يوناما په منځګړتوب پر يوې داسې لايحې کار کوي چې له مخې به يې رايې تفتش شي او تر لاسه شوې پايلې به پر رايو عملي شي.

دواړه ټاکنيزې ډلې تمه ښيي چې دغه لايحه تر سبا پورې وروستۍ شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم وياند فاضل سنچارکي او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټيم وياند نعمان شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لايحه به د رايو د باطلولو ميکانيز مشخص کړي.

شينوارى وايي چې په دې خبرو کې د رايو د تفتش لپاره د درېيو لوريو (ټاکنيزو کميسيونونو او دواړو ټاکنيزو ډلو) لخوا پر وړاندې شويو معيارونو دواړه ډلې بحث کوي او يوناما د منځګړي په توګه د دواړو لوريو نظرونه اوري او “اوسط حد” ورته ټاکي.

ده زياته کړه: “لا تر اوسه توافق ته نه يو رسېدلي انشاالله زموږ ټيم هم ناست دى، د هغوى (اصلاحاتو او همګرايۍ) هم ناست دى. په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې، يعنې سبا تر دې وخته پورې (مازديګر درې بجې) پورې به دا موضوع فاينل (وروستۍ) شي.”

شينواري وويل دا چې تر اوسه لايحه نهايي شوې نه ده نو ښايي د جزيياتو وړاندې کول د اوس لپاره ستونزمن وي، “خو موضوعات ډېر دي د هغوى لخوا هم دي، زموږ لخوا هم، البته يوناما پکې وساطت کوي.”

شينواري وويل چې په دې لايحه کې د رايو د تفتش او د تفتش د پايلو د پلې کولو معيارونه شامل دي چې له مخې يې رايې باطلېږي او يا هم کره پېژندل کېږي.

دى وايي ګډون د تفتش په جريان کې داسې موضوعات رابرسېره کېږي چې وړاندوينه يې ګرانه ده. ده د مثال په ډول په راى پاڼه کې د خپلې خوښې کانديد د انتخابات لپاره د صحيح علامې پرځاى لاسليک کول ياد کړل.

شنيواري زياته کړه: “په دغه لايحه کې به ټول موضوعات رانغاړو موږ. بالاخره به يوه ماده داهم وي، چې هر هغه څه چې د تفتش په نتيجه کې رامنځته کېږي. موږ به مخکې له مخکې په لايحه کې ذکر کوو چې هغه به موږ ته قابل قبول وي.”

بل د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم وياند فاضل سنچارکي هم ورته خبره کوي او وايي چې یوه لایحه دواړو لوريو جوړه کړې ده چې د رايو د باطلولو ميکانيزم مشخص کوي.

د سنچارکي په خبره پر دې لايحې د دواړو ټاکنيزو ډلو تخنيکي ټيمونه سره ناستې کوي او هيله يې وښوده چې ډېر ژر وروستۍ شي.

نوموړي زياته کړه: “موږ يې هم تر اوسه په جزيياتو نه پوهېږو، صبر کوو چې لايحه وروستۍ شي، خو دومره مو اورېدلي دي چې په متن کې يې په اصطلاح د رايو د قبول يا باطلولو ميکانيز په پام کې نيول شوى دى. “

سنچارکي په دې اړه که د دواړو ډلو ترمنځ د لايحې پر سر خبرې ځنډنۍ شي، نو د رايو د تفتش بهير به اغېزمن نه کړي وویل چې “دا مسايل په اصول کې منل شوي دي او پر ځېنو مواردو په جزييات خبرې روانې دي، چې ژر به حل شي.”

د رايو د تفتش بهير د چنګاښ په ٢٦ مه پيل شوى او کميسيون ژمنه کړې چې په درې يا څلورو اونيو کې به ټولې رايې تفتش کړي.

د ټاکنو کميسيون د معلوماتو له مخې، د رايو د تفتش بهير د شاوخوا ١٤٠٠ کورنيو او بهرنيو څارونکو له خوا څارل کېږي چې له دې ډلې ٦٦٦ تنه د دوو ټاکنيزو ډلو، ٣٣٨ نړيوال څارونکي، ٣٢٢ ملي او ٤٥ د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون څارونکي دي.

گفتنى است که روند تفتيش آراء عصر ٢٨ سرطان، به علت اختلاف  نظر ميان هردو تيم انتخاباتى تا بعد از ظهر ديروز متوقف شده بود که بعد از آن از سر گرفته شده است.

د ويلو ده چې د رايو د تفتش د معيارونو پر د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د اختلاف له امله د چنګاښ په ٢٨ مه دغه لړۍ د ٢٣ ساعتونو لپاره وځنډول شوه، خو وروسته دا ستونزه حل شوه.

که اوسنۍ لايحه د دواړو ټيمونو لخوا وروستۍ شي، نو په چټکۍ سره به دغه بهير پرمخ لاړ شي.

تراوسه چې څلور ورځې تېرېږي، د ټاکنو کميسيون د رايو شاوخوا ٦٠٠ صندوقونه تفتش کړي دي.

څارونکي بنسټونه وايي چې که کار همداسې دوام وکړي، ښايي مياشتې ونيسي چې دا لړۍ بشپړه شي.

د ټاکنو کميسيون رييس احمد يوسف نورستاني ويلي وو چې د رايو د بيا شمېرنې لپاره به سل ټيمونه جوړوي چې د ورځې به ١٠٠٠ صندوقونه تفتش کوي، خو تر اوسه دا ژمنه نه ده پوره شوې.

کميسيون په دې وروستيو کې خپلې هڅې ډېرې کړې دي او د رايو د تفتش کوونکو ډلو په شمېر کې يې زياتوالى راوستى دى.

د ټاکنو کميسيون رييس په درې اونيو کې ددې بهير د بشپړېدو خبره کړې وه، خو ددې کميسيون وياند اوس د څلورمې اونۍ خبره هم يادوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.