ګردېز، دوهم تعقيب (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): د پکتيا چارواکي وايي، چې د خوست – ګردېز لويه لاره د غره ښويېدنې له امله له لس ساعته بندښت وروسته بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه.
د پکتيا د چارواکو په وينا، دا لويه لار له نن (د زمري لسمه) سهار پنځو بجو راهيسې د پکتيا د ښواک ولسوالۍ د سټو کنډو په درېيمه ګولايي کې د غره ښويېدنې له امله بنده شوې وه، چې له امله يې سلګونه بار وړونکي او سپرلۍ وړونکي موټر بند پاتې وو.
خو د پکتيا د ترافيکو مدير سمونوال ګلاب نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده لاره له لس ساعته بندښت وروسته د فوايد عامې او نورو اړوندو ادارو د کارکوونکو او وسايلو په مرسته خلاصه شوه.
ده زياته کړه، اوسمهال د دوى کارکوونکي په سيمه کې د موټر د تګ راتګ پر سنبالښت او تنظيم بوخت دي.
له دې وړاندې د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي پژواک اژانس ته ويلي و، دوی هڅه کوي، دغه ځای ته وسايل ولېږي، ترڅو بېرته يې د ترفيکو پر مخ خلاصه کړي.
په ياده سيمه کې بند پاتې مسافرو د ټېلېفون له لارې پژواک ته ويلي و، چې دوی له ډول ډول ستونزو سره مخ دي او که چېرې لاره ژر خلاصه نه شي، نو ستونزې به يې زياتې شي.
له دې کسانو څخه د حفيظ الله په نامه، چې له کابله خوست ته روان و، ويلي و، په دې سيمه کې په زيات شمېر موټر ولاړ دي، چې سلګونه سپرلۍ په کې دي .
ده پژواک اژانس ته زياته کړې وه، په دې سپرليو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم دي، چې له خوراک څښاک او نورو بېلا بېلا ستونزو سره مخ دي.
ياده دې وي، چې د خوست – ګردېز د ۱۲۰ کيلومتره لارې د جوړولو کار له شپږو کلونو راهيسې روان دی، چې کابو ۷۰ کيلومتره يې جوړه شوې او د پاتې نورې د جوړولو چارې لا روانې دي.
د پکتيا او خوست ولايتونو اوسېدونکو په وار وار سره، د دې لارې د ژر جوړېدو په موخه غونډې، لاريونونه او نورې هڅې کړې دي، خو تر اوسه پورې يې کومه پايله نه ده لرلې.
دغه لار په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د خراب وضعيت له امله په وار وار سره د ترافيکو پر مخ بنده پاتې کېږي.










