ميمنه (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): له ترکمنستان سره پر ګډه پوله د فارياب ولايت د اقينه بندر د نفتي توکو په ساحه کې داور لګېدنې له امله اويا زره لېتره تېل سوځېدلي دي.
دغه اورلګېدنه نن سهار اته نيمې بجې رامنځته شوه او له يوې نيمې بجې وروسته د اطفايې د کار کوونکو له خوا مړ شو.
د فارياب د اندخوى ولسوال سلطان سنجر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د نفتي توکو دوه ټانکر سوځېدلي او په ټوله کې د دواړو ټانکرو ٧٠ زره لېتره تېل له منځته تللي دي.
د ولسوال په خبره، دواړه ټانکرونه په دولتزاده خصوصي شرکت پورې اړه لري چې له ترکمنستان څخه يې اقينه بندر ته را وارد کړي وو.
هغه زياته کړه، چې اورلګېدنه د جنراتور د شارټۍ له امله چې تېل يې له يوه ټانکر څخه بل ټانکرته لېږدول ، رامنځته شوې او د تېلو د لېږد پايب چاودلى، خو مرګ ژوبله نه لري.
سلطان سنجر وويل، چې اور لګېدنه ډېره سخته وه او د اقينې بندر کوچنۍ اطفايه يې په وژلو ونه توانېد او لګېدلى اور د خصوصي شرکتونو په مرسته مړ شو.
دغوث الدين په نامه يوه عيني شاعد وويل، اورلګېدنه هغه وخت رامنځته شوه، چې د يوه خصوصي شرکت ټانکر غوښتل، چې د يوه ترکمنستاني ټانکر څخه تېل واخلي، خو د اورلګېدنې پرمهال ترکمنستانى ټانکر تښتېدلى او د افغاني شرکت دوه ټانکرونه سوځېدلي دي.
په اقينې بندر کې د نفتي ضيايي خصوصي شرکت رييس عبدالمومن ضيايي وويل، چې که چېرته اور نه وى وژل شوى، نو سوداګرو ته به ميليونه افغانۍ زيان اوښتى و.
دغه سوداګر پر دولت نيوکه وکړه او وويل: ((په تېرو ١٣ کلونو کې دولت د سوداګرو لپاره په اقينه بندر کې کومه کوچنۍ پروژه هم نه ده عملي کړې، د اور وژنې وسايل نه لرو، چې اور ووژنو، د څښاک اوبه او برېښنا نشته او د اقينه بندر سړک هم خام دى.))
اقينه بندر په اندخوى ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره په ګډه پوله پروت دى، چې سوداګريز توکي په ځانګړي ډول نفتي او خوراکي شيان د منځنۍ اسيا، اروپا، عربي اماراتو، ايران او چين څخه واردوي او د افغانستان لاسي صنايع او کرنيز توکي ترې صادرېږي.
د دغه بندر واردات له موټرو، د موټرو له پرزو، وسپنيزو الاتو، سيخونو او صادرات يې له وچې مېوې، لاسي صنايعو لکه پستې، بادام او د غاليو، ګليم او حيواني څرمنو څخه عبارت دي.










