منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

روان کال د وردګو اړوند ترافيکي پېښو کې ٦٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

ميدانښار (پژواک ۱۵زمری۹۳): د روان کال په اوږدو کې د ميدان وردګو اړوند د لويو لارو په ترافيکي پېښو کې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د ترافيکو مديريت چارواکي وايي، ياده مرګ ژوبله په ٣٦ بېلابېلو ترافيکي پېښو کې رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د ترافيکو مدير سمونمل محمد ظريف د زمري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر يوه کال په ترڅ کې د کابل ـ کندهار او کابل ـ باميانو پر لويه لاره ۳۶ ترافيکې پېښې رامنځته شوي دي.

نوموړی زياته کړه، د دغو ترافيکي پېښو په ترڅ کې ۶۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۴ يې وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان وو.

د هغه په وينا، د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د ماينونو د چاودنې او نورو پېښو له امله د سړکونو تخريب، د موټر چلوونکو ګړندى تګ، بې احتياطي او قوانينو ته نه پاملرنه ده.

ده همدا راز په دغه ولايت کې د ترافيکو مديريت پر وړاندې د عمده ستونزو له شتون څخه هم خبر ورکړ.

د ترافيکو مدير سمونمل محمدظريف په ياد مديريت کې د کارکوونکو له کموالې يادونه کوي او همدا راز د لويو موټرو لپاره د تم ځای او د امبولانس نشتوالی د دوی پر وړاندې نورې ستونزې دي.

خو د ترافيکو مدير ډاډ ورکوي، چې په دغه ولايت کې ټول شته وسايط اسناد لري او د ۱۳ موټرو تورو شيشو په پاکولو سره په دغه ولايت کې د تورو شيشو هېڅ موتر نشته.

هغه همدا راز د يو شمېر نظامي موټرو چلوونکو له نا مسلکيتوب  هم خبر ورکوي خو په وينا يې ګڼ شمېر نورو ته يې د موټر چلونې او ترافيکي اصولو زدکړې ورکړي دي.