ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې سږکال د غنمو حاصلات کم شوي

پکتيکا کې سږکال د غنمو حاصلات کم شوي

author avatar
8 Aug 2014 - 09:49
پکتيکا کې سږکال د غنمو حاصلات کم شوي
author avatar
8 Aug 2014 - 09:49

ښرنه (پژواک ١٧ زمرى ٩٣): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې سږکال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات لږ شوي دي.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يوه تن کروندګر محمد اسماعيل د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږکال غنمو ته اوبه هم په وخت ورسېدې ، خو حاصل يې کم دى.

نوموړي زياته کړه:((دبارانونو له امله مو کروندې هم پروخت اوبه شوې، غنم ښه ورسېدل، خو د غنمو د حاصل يې خونده نشته.))

ده د غنمو د حاصلاتو د کموالي  لامل بادونه او تيزه ږلۍ په ګوته کړل.

دغه راز د مټاخان ولسوالۍ يوتن بزګر ذبيح الله پژواک ته وويل، چې په تېرو دوو کلونوکې به يې له خپلې کروندې دوه نيم او درې زره منه غنم ترلاسه کول، خوسږکال يې نيمايي حاصل هم ترلاسه نه کړ.

ده له اړوندو دولتي مسوولينو او مرستندويه موسسوغوښتنه وکړه، چې دپکتيکا له بزګرانو سره دې داصلاح شوو تخمونو اوکيمياوي سرې مرسته وکړي.

د رحيم الله خان په نوم يوه کروندګر پژواک سره په خبرو کې وويل، چې په تېرو دووکلونوکې  دکرنې رياست او نورو ارګانونو له لوري ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

نوموړی زياتوي، که دولت له کروندګرو سره په وخت د غنمو د تخم اوسرې لازمې مرستې وکړي ،هغوی به ترې ښه استفاده وکړای شي.

د پکتيکا د کرنې رياست سرپرست صحبت خان پژواک ته وويل،چې سږکال دغنموکروندې بې خونده وې.

نوموړي زياته کړه، دوى هڅه کوي، چې په راتلوونکي کې له بزګرانو سره اړينې مرستې وشي.

ده له بزګرانو وغوښتل، چې د اصلاح شوو تخمونو کرل دې رايج کړي.

دده په خبره، هغه تخمونه چې کروندګر  يې کري،دانه يې پوچه اوحاصل يې کم وي.

صحبت خان ژمنه وکړه، چې د راتلونکي کال لپاره به دوی په کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ووېشي.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.