ګردېز (پژواک،١٩ زمرى٩٣):د پکتيا ولايت په شواک ولسوالۍ کې د فلاينکوچ موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شول .
د شواک ولسوال سرور اندېښمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن درې بجې د ګردېز –خوست پر لويه لاره د دې ولسوالۍ د″ سټو کڼدو″ په سيمه کې فلاينکوچ موټر چپه شوى دى.
د هغه په وينا، موټر له خپل مسير څخه وتلى او له سړک څخه لاندې ژورې کندې ته غورځېدلى، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسوال زياتوي،ټپي کسان د ملي اردو د سرتېرو، چې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، خپلو پوځي روغتيايي مرکزونو ته د درمنلې لپاره وړي دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد حبيب الرحمن پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او په ټپيانو کې هم د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وو.
ځايي چارواکو د موټر د چپه کېدو د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ويلي.










