کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د کابل ولايت په شکردرې ولسوالۍ کې د “غازه” په نوم د هلکانو لېسې د ودانۍ يوه برخه تېره شپه سوځېدلې ده.
په شکردره کې د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه دوولس نيمې بجې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، چې د پوليسو څېړنيزه ډله سيمې ته د څېړنو په موخه استول شوې ده .
د هغه په خبره،اور د ځايي خلکو او اطفايې په مرسته مړ شوى، خو ځينې ټولګي او وسايل سوځېدلي دي.
هغه وايي، چې د ښوونځي ساتونکى نيول شوى او څېړنې ترې کېږي تر څو د پېښې لامل څرګند شي.
د هغه په خبره، دغه ښوونځى څه باندې ٥٠٠ زده کوونکي لري، چې نن سهار ښوونځي ته راغلي وو، خو د دې پېښې له امله بېرته رخصت او له درسه پاتې شول.
د پوهنې وزارت وياند کبيرحقمل د دې پېښېې پخلى کوي، خو وايي چې په اړه يې تر اوسه پوره جزييات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په لسګونه ښوونځي د امنيتي ګواښونو له امله تړلي دي.










