دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
هرات ښار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د هرات ولايت په سرحدي سيمه کې له ايران څخه راوړل شوي د تېلو پنځه ټانکر سوځېدلي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د اسلام کلا په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اسلام کلا بندر په ګمرک کې ولاړ له ايران څخه راوړل شوي د تېلو پنځه ټانکر د کارکوونکو د بېغورۍ له امله سوځېدلي دي.
دى وايي چې دغه ټانکرونه د سګرېټو له امله اور اخيستى و او ټول پنځه واړه بشپړ سوځېدلي دي.
د احمدي په وينا، امنيتي ځواکونو په ګمرک کې ولاړ ٥٠ نور ټانکر له سوځېدو ژغورلي دي.










