ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کريم خليلي ته د منسوب غږ څرنګوالى به ژر تثبيت شي”

“کريم خليلي ته د منسوب غږ څرنګوالى به ژر تثبيت شي”

author avatar
23 Aug 2014 - 16:47
“کريم خليلي ته د منسوب غږ څرنګوالى به ژر تثبيت شي”
author avatar
23 Aug 2014 - 16:47

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٣): د لوى څارنوالي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د ولسمشرۍ دويم مرستيال کريم خليلي ته د منسوب غږ په اړه ددوى روانې څېړنې بشپړې شي.

خو دوى د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء د رييس ضياء الحق امرخېل د غږ په اړه بې خبري ښيي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د تېرې زمري مياشتې په ٢٢ مه ويلي و، چې خليلي او امرخېل ته منسوب غږونه يې د څېړلو په موخه لويې څارنوالۍ ته استولي دي.

د دې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وايي، تر دې وړاندې خپله خليلي له دوى غوښتي چې عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټاکنيزې ډلې له خوا دده په نوم د خپور کړي غږ پلټنه دې وکړي.

عزيزي د شنبې په ورځ (وږي لومړۍ) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لوى څارنوال محمد اسحق الکو ددې موضوع د پلټنې لپاره يو پلاوى ټاکلى ، چې مشري يې دده نظامي مرستيال عبدالفتاح عزيزي کوي.

دده په خبره، د غږ څېړنه په څارنوالۍ کې دوام لري او په تخنيکي برخه کې يې له نورو دولتي ارګانونو مرسته غوښتل شوې ده.

عزيزي زياته کړه: “په تخنيکي بخش کې موږ له کشفي ارګانونو يعنې پوليسو څخه غوښتنه کړې، چې هغو سره د لابراتوار الات او ابزار چې هغوى ځان سره لري، ترڅو وکولى شي چې دا غږ تشخيص کړي.”

دى وايي چې څارنوالۍ د اصلاحاتو او همګرايۍ له ډلې هم غوښتي چې خپل اسناد څارنوالۍ ته وسپاري.

د لويې څارنوالۍ وياند وويل، چې ښايي د غږ په اړه ددوى د څېړنو بشپړېدل، تر يوې اونۍ ډېر وخت ونيسي.

هغه وويل چې لوى څارنوالي له هرډول توپير پرته خپلې څېړنې د هېواد د نافذه قوانيو په رڼا کې مخته وړوي “موږ ته جناب استاد خليلي، ډاکټر اشرف غني، ډاکټر صاحب عبدالله ټول د قانون له پلوه يو رقم امتيازات لري. ډېر ژر به دا څېړنه د څارنوالۍ له خوا پاى ته ورسېږي او موږ به دا نتيجه د افغانستان ولس ته ووايو.”

عزيزي وايي، چې دوى د شکايتونو کمېسيون له خوا د رسمي مکتوب ترڅنګ يوه سي ډي کسټه ترلاسه کړې او د غږ تر تثبيت کېدو وروسته به تصميم ونيسي او د نافذه قوانيو په چوکاټ کې به خپل اجراات وکړي.

د نوموړي په خبره، لوى څارنوالي دا مهال له دواړو لوريو (خليلي او د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم) خپلې پوښتنې کوي.

دا چې دا غږ څنګه ثبت شوى، له کومو وسايلو په کې ګټه اخيستل شوې، د کومې دولتي مرجع په اجازه دا کار شوى او بالاخره د عبدالله ټاکنيز ټيم څنګه ترلاسه کړى، دا به د عزيزي په خبره وروسته څرګنده شي.

د عبدالله ټاکنيزې ډلې ويلي ، چې غږ اصلي او د کريم خليلي دى او يواځې به د محکمې په غوښتنه د ترلاسه کېدو مرجع افشا کړي.

دغه ډله ادعا لري، چې خليلي خپلو کسانو ته ويلي د ولسمشرۍ د کانديد اشرف غني احمدزي په ګټه له هرې وسيلې کار واخلي، آن که د ټاکنيز قانون خلاف کار هم ، صرفه ونه کړي.

خو خليلي ځان ته منسوب غږ “جعلي” او د ابرو د تويول بللي دي او د چټکې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

خليلي په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړى وو.

د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم تر خليلي پخوا د ټاکنيزو درغليو په تړاو د ځينو نورو چارواکو ته منسوب غږونه هم خپاره کړي، چې د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء د مشر ضياء الحق امرخېل هم په کې شامل دى.

د لويې څارنوالۍ وياند وايي ، چې د امرخېل په تړاو دوى ته شکايت نه دى شوى او نه هم څه اسناد ور استول شي.

د تېرې مياشتې په ٢٢ مه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وويل ، چې دوى امرخېل ته د منسوب غږ په تړاو د ملګرو ملتونو له دفتره تخنيکي همکاري وغوښته، ترڅو کره والى يې تثبيت شي، خو هغوى د بښنې په غوښتو له دې کاره ډډه وکړه.

ددې کمېسيون وياند محمد نادر محسني وايي ، چې د امرخېل غږ يې امنيتي ارګانونو او لويې څارنوالۍ ته استولى، خو تر اوسه يې په اړه دوى کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

محسني وايي، ترڅو چې ددې غږ اصليت څرګند شي، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نشي کولى په اړه يې څېړنې وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.