ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوبېش: افغانانو ته د منلو وړ يوازېنۍ ټاکنه د ملي يووالي حکومت دى

کوبېش: افغانانو ته د منلو وړ يوازېنۍ ټاکنه د ملي يووالي حکومت دى

author avatar
24 Aug 2014 - 15:26
کوبېش: افغانانو ته د منلو وړ يوازېنۍ ټاکنه د ملي يووالي حکومت دى
author avatar
24 Aug 2014 - 15:26

کابل (پژواک ٢ وږى ٩٣): د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د ملي حکومت جوړول په خپله افغانانو او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ يوازېنۍ ټاکنه ده او دې لړۍ ته د مدني سرغړونې او اساسي قانون خلاف بله لاره چاره لټول، اوسنى حالت نور هم بحراني کولى شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبېش هيله څرګنده کړې، څو د بيا څېړنې لړۍ د ژر تر ژره پاى ته رسېدو تر څنګ دواړه نوماندان د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو په اړه يوې پرېکړې ته سره ورسېږي، چې د نوموړي په باور، دغه کار افغانستان له اوسني ناوړه وضعيت څخه د ثبات لور ته بيايي.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو له دريو دوه برخې يې بشپړې شوې، کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان (يوناما) استازي، د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غوښتي چې له کمېسيون سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، څو دغه لړۍ له کوم ځنډ پرته په سوله ييز ډول پاى ته ته ورسېږي.

يوناما زياته کړې، چې په ټاکنو کې نور ځنډ اوسنى حالت لا ډېر کړکېچن حالت ته بيايي، چې پر سياسي، اقتصادي، امنيتي او په ځانګړي ډول د عامو افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز پرېباسي.

په دې اعلاميه کې، د ا فغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبېش له قوله ويل شوي، چې د رايو دا ډول پراخه څېړنه په نړۍ کې سارى نه لري او طمع لري چې ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټاکنو لړۍ په اړه شوو وعدو ته ژمن پاتې شي.

کوبيش ويلي: “په مشارکت ولاړ د ملي يووالي دولت رامنځته کول، د افغانانو او نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ يوازېنۍ ټاکنه ده. د مدني سرغړونې او اساسي قانون خلاف بله لاره چاره لټول د هېواد اوسنى ناوړه حالت نور هم بحراني کولى شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ والي عطامحمد نور له يوې امريکايۍ ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي، که چېرې د رايو څېړنه يو اړخيزه وي نو مدني پاڅون به وکړي.

نور ويلي: “موږ به مدني پاڅون په لاره واچوو. موږ به دولتي ادارې او ودانۍ ونيسو او دغه لړۍ به تحريم کړو، موږ به راتلونکى حکومت ونه منو، ځکه موږ ته به هيڅ مشروعيت نه لري.”

عطامحمد نور د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله پلوى دى.

يوناما زياته کړې، چې ملګرو ملتونو، اړتيا ته په پام سره د افغانستان د ټاکنو لړۍ لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کړې او اوس نو د ولسمشرۍ ټاکنو دواړه لوري بايد خپلو ځانګړو مسووليتونو ته پام وکړي.

کوبيش زياته کړې: “ملګري ملتونه ژمن دي هغه څه چې په دغه بنسټ پورې اړونديږي، په بشپړه توګه ترسره کړي، تر څو د څېړنې لړۍ په ښه ډول ترسره شي او معتبرې رايې د درغلۍ له پاڼو جلا شي او همدرانګه د افغانانو له لوري د رايو د ورکړې اراده معلومه شي او وروستۍ موخه چې په سوله ييزه توګه له يوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته د واک لېږد دى، ترلاسه شي.”

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د رايو د څېړنې لړۍ له پيله تر اوسه د ټولو رايو نږدې ٧٠ سلنه رايې بياڅېړل شوې دي.

دغه کمېسيون ويلي، چې دغه پروسه به تر راتلونکو دوو اونيو پورې پاى ته ورسېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.