منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې د لارې د خرابوالي له امله ٢٣ تنه مړه شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

پلخمري (پژواک ٣ وږى ٩٣): د بغلان ولايت په خوست ولسوالۍ کې د نښلوونکې لارې د خرابۍ له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او د يوه وروستي کال په اوږدو کې ٢٣ تنه په کې له منځه تللي، چې په دې ډله کې يو شمېر هغه اميندوارې مېرمنې هم شاملې دي، چې روغتون ته وړل کېدې.

د خوست ولسوالي د بغلان د مرکز په ١٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د تخار له ولايت سره  ګډه پوله لري او د وګړو اټکليز شمېر اويا زره کسانو ته رسېږي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ولسوالۍ لار خرابه او سړک يې خام دى، خو د کوتلونو له کږلېچونو تېرېدل هم له خطره خالي نه دي.

د خوست ولسوالۍ د فرزوي کلي يوه هټۍ وال محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، اړ دى چې د مياشتې څو ځلې د مالونو او توکو د پېرلو لپاره پلخمري ښار ته سفر وکړي، خو هر ځل چې په دغه مسير تګ راتګ کوي، نو د بېرته راستنېدو تمه يې نه وي، ځکه چې سړک خام او خطرناک دى.

هغه وايي، چې درې مياشتې وړاندې يو بار وړونکى موټر له مالونو سره يو ځاى د خوست ولسوالۍ په پلفي کوتل کې واوښت، ټول مالونه يې له منځه ولاړل او سخت زيان يې وليد.

د خوست ولسوال سنګي محمد وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې په ترافيکي او درې ته د موټر لوېدو په پېښو کې ١٣ کسه وژل شوي دي.

شپږ بار وړونکي او درې فلاينکوچ موټر له دغو پېښو سره مخ شوي دي.

خو د بغلان د فوايد عامې رييس صبغت الله کاظمي وايي، چې د سختو لارو لرونکو سيمو هوارول او تر نهرين ولسوالۍ پورې د خوست ولسوالۍ د پلونو او پلګوټو جوړول، چې ١٢٨ کيلومتره اوږدوالى لري، د روان کال په وري مياشت کې پيل شوې او ټاکل شوې چې په اساسي توګه پرې جغل واچول شي.

کاظمي زياته کړه، چې دغه سړک د فوايد عامې وزارت د څه باند شپږ ميليونه ډالرو په لګښت د يوه قراردادي شرکت له خوا د يوه کال په اوږدو کې بشپړېږي.

ځايي خلک وايي، چې اوسمهال له پلخمري ښار څخه تر خوست ولسوالۍ پورې په فلاينکوچ موټر کې د لارې واټن ٩ ساعته دى، خو له جغل اچولو وروسته به څلور ساعته وي.

همدارنګه د يوه کس يو طرفه کرايه اوه سوه افغانۍ ده، چې د سړک له جوړېدو سره به نيمايي ته راښکته شي او تر څنګ به يې کرنيز محصولات لکه غنم، ورېجې، مېوې (الو، شفتالو او انګور) هم په مناسبه بيه او پر وخت د پلخمري بازار ته ولېږدول شي.

د سيمې خلکو د روغتيا په برخه کې هم له شته ستونزو په ځانګړي ډول د ښځينه متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي شکايت وکړ.

د خوست بازار يوه اوسېدونکي محمدنسيم وويل، چې په خوست ولسوالۍ کې درې روغتيايي کلينيکونه  له څو نرسانو سره شته، خو نرسان نه شي کولى چې ناروغان عمليات کړي، که چېرې يو ناروغ عملياتو ته اړتيا پيدا کړي، بايد نهرين ولسوالۍ ته يووړل شي، چې تر هغه ځايه يې د مړينې وېره وي.

د بغلان د عامې روغتيا سرپرست رييس داکټر امرالدين اشرفي وايي، چې د خوست ولسوالۍ په کلينيکونو کې تجربه لرونکې نرسانې شپه ورځ د خلکو خدمت کوي، خو هغه ښځينه ډاکټرانې نشته، چې ولادي عمليات ترسره کړى شي، خو وايي چې په راتلونکي کې به داسې ډاکټران هم په خوست ولسوالۍ کې پر دندو وګوماري.

د سرچينې په وينا چې د عامې روغتيا وزارت په خوست ولسوالۍ کې د يوې ٣٠ بستريز روغتون د جوړولو پلان لري، اداري پړاوونه يې بشپړ شوي او د قرارداد کار يې روان دى.

د دغه روغتون په جوړېدو سره به د خلکو په ځانګړي ډول د اميندوارو مېرمنو ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت د ١٠ کلونو وړاندې سروې څرګندوي، چې په هرو سل زره ميندو کې د هېواد په کچه ١٦٠٠ ميندې مري، خو هغه سروې، چې په دې وروستيو کلونو کې شوې ښيي، چې د روغتيايي خدماتو د پراختيا له امله اوس په هرو سل زرو ميندو کې ٣٢٩ يې د زېږون پرمهال مړې کېږي.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت د پخوانۍ سروې له مخې، په هرو زرو ماشومانو کې چې عمرونه يې له دوو کلونو ټيټ دي، ١١١ تنه او په ټولو هغو زرو ماشومانو کې، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ټيټ دي، ١٢٩ کسه مري، خو تازه سروې ګانو بيا دغه شمېرې په ترتيب سره ٧٧ او ٩٧ تنه ښودلې دي.