منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسټراليا سفارت د افغانستان کرکټ بورډ سره د وسايلو مرسته وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل ( پژواک، ٣ وږى ٩٣ ) : په کابل کې داسټراليا سفارت د افغانستان کرکټ بورډ سره د شپږيزې کرکټ سياليو لپاره د لوبې د وسايلو مرسته وکړه.

دغه مرسته د وږي په ٣مه،د اسټراليا د سفارت مرستيال شان فلنګن Shan Flanganد افغانستان کرکټ مسوولينو په شتون کې د پنځو زونونو د لوبډلو مشرانو ته وسپارله.

په دې مراسمو کې د اسټراليا د مرستيال سفير ترڅنګ د افغانستان کرکټ عمومي مشر او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د پنځو زونونو د لوبډلو لوبډلمشرانو برخه اخيستې وه.

د اسټراليا مرستيال سفيرپه کرکټ کې د افغانستان د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه او ويې ويل ، چې د افغانستان ملي لوبډلې ډېرې برياوې او اتلولۍ خپلې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په نړيوالو سياليو کې د برياوو ترڅنګ د افغانستان کورني کرکټ او ادارې ډېر پرمختګونه کړي او دکرکټ شل اووريزې شپـږيزې سيالۍ يې يوه بېلګه وبلله.

ټاکل شوې ده، چې د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ دشپږيزې ترنامه لاندې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ سبا د وږي په ٤مه، په کابل کې پيل شي.

د اسټراليا مرستيال سفير شان فلنګن د پژواک خبري اژانس  ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هېواد به يې د افغانستان کرکټ بورډ سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زياته کړه، چې تر نړيوال جام مخکې ، چې ټاکل شوې، په ٢٠١٥ کال کې په اسټراليا کې ترسره شي، د افغانستان ملي لوبډله د تمريناتو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

دى وايي ، هڅه به وکړي ، چې د اسټراليا د کرکټ بورډ  او افغانستان کرکټ بورډ ترمنځ   همکارۍ او اړيکې لا پراخې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد د اسټراليا له مرستو مننه وکړه او هيله يې وښوده، چې دوى به خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې څه موده مخکې يې اسټراليا ته دسفر پر مهال ددغه هېواد له مسوولينو سره د کرکټ په برخه کې د دوامدارو همکاريو په اړه يې ګټورې خبرې کړې دي.