کابل ( پژواک، ٣ وږى ٩٣ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د ((شپږيزې)) تر نامه لاندې د کرکټ تر ټولو لويې ملي شل اووريزې سيالۍ سبا د وږي په ٤مه، پيلېږي.
دغه سيالۍ چې د يک تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي ، د افغانستان کرکټ بورډ هيله مند دى، چې په لوبغالي کې دننه او د تلوېزيون په پرده به يې خلک ننداره وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شپږيزې سياليو په لړ کې به هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي ، لومړۍ لوبه د سهار په نهو بجو او دويمه لوبه به د غرمې په يوه بجه پيل شي، دا سيالۍ اوه ورځې دوام کوي او د سياليو پاى لوبه به د وږي په ١١مه ترسره شي.
هغه زياته کړه، چې دا ډول سيالۍ دافغانستان په کورني کرکټ کې لوى بدلون راوستى دى، د لومړي ځل لپاره دا سيالۍ په ٢٠١٢ کال کې د ( پيپسي کپ) تر نامه لاندې ترسره شوې او بيا په ٢٠١٣ کال کې د شپـږيزې سياليو په نامه په لاره واچول شوې.
دى وايي، چې د شپږيزې سيالۍ د زونونو ځايي لوبغاړو ته دا چانس ورکوي، چې له خپلو ملي اتلانو سره يو ځاى لوبې ترسره کړي، دغه راز دا سيالۍ ددې لامل کېږي، چې د کرکټ مينه وال خپل اتلان او د لوړې کچې کرکټ له نږدې څخه ننداره کړي.
هوتک وويل، په دې سياليو کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلې برخه اخلي ، چې عبارت دي له ( دامو نهنګان، د سپين غر پړانګان، د بند امير بازان، د بست ساتونکي او د مس عينک اتلان) شامل دي.
د هغه په وينا، د هېواد ملي روزونکي او پخواني پياوړي لوبغاړي ددغو لوبډلو د روزونکو په توګه ګومارل شوي او ددې سياليو لپاره يې بشپړ چمتو والى نيولى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وايي، چې د شپږيزې سيالۍ د هېواد دکرکټ د ملا د تېر حيثيت لري.
هغه زياتوي : (( په ځانګړې توګه دا سيالۍ ځکه هم مهمې دي، چې له دې سياليو څخه زموږ ملي او ځوانو لوبغاړو ته د ښې لوبې کولو او خپلو وړتياوو څرګندولو چانس برابروي او له ملي لوبغاړو څخه تجربې نويو لوبغاړو ته انتقالېږي.))
ډاکټر مراد وويل چې دا سيالۍ لسګونو زرو مينه والو ته دا زمينه برابروي، چې په لوبغالي کې دننه او د تلوېزيون په پرده ښکلې او د لوړې کچې کرکټ سياليو ننداره وکړي.
تېر کال دا سيالۍ په داسې حال کې په برياليتوب سره ترسره شوې، چې هره ورځ زرګونه کسان ( د ١٣ او ١٥ زرو ترمنځ ) د لوبې نندارې ته راتلل .










