منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۸ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې ترافيکې پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۱ کتنې

فراه ( پژواک ٧ وږى ٩٣): د فراه ولايت په  جوين ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له امله يو تن ومړ او څلور نور ټپيان شول.

د جوين ولسوال صمديار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د جوين په  “نيزار” سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه د څرګندونو له مخې، ياد پنځه تنه  د جوين د “پنجبې” د سيمې اوسېدونکي دي او نيمروز ته پر لاره وو، چې د بې احتياطۍ اوګړندي تګ  له امله يې موټر چپه شو.

ده وويل، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکى مړ شوى او له ټپيانو څخه هم د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې درې ټپيان په جوين کې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او يو تن چې روغتيايي حالت يې نازک دى، د فراه په مرکز کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د روان کال د غبرګولي په ٦مه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي وو.