کابل(پژواک،٧ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو څه باندې ٧٦ سلنه رايې څېړل شوې دي او دا پروسه پرته له کومې ستونزې روانه ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې د رايو د بيا شمېرنې او څېړنې د پروسې له پيل نه تر دې مهاله ١٧٨٦٥ د رايو صندوقونه، چې ٧٦.25 سلنه د ټولو صندوقونو جوړوي، څېړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د پاتې رايو ٤٩٦٣ صندوقونه به په راتلونکو شپږ يا اوه ورځو کې په دې شرط، چې د ملي او نړيوالو څارونکو همکاري موجوده وي وڅېړي او دا بهير به پاى ته ورسيږي.
نور وايي، چې د څېړنې پروسه نن هم د ملي او نړيوالو کتوونکو او څارونکو او د ملګرو ملتونو استازو په شتون کې پرته له کومې ستونزې د پلان له مخې روانه ده.
د هغه په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون اړ دى، چې په خپل کار کې د شفافيت او دقت په پام کې نيولو سره ژر تر ژره د رايو د څېړلو پروسه سل په سلو کې پاى ته ورسوي، ترڅو د ټاکنو نهايي پايلې له خلکو سره شريکې شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل: (( موږ به له هيڅ يوې رايې سره، چې په هغې کې د خلکو اراده ښودل شوې وي، ټوکې ونه کړو او هڅه به وکړو، چې د خلکو رايې په خپل ځاى او هغه رايې، چې جعل شوى په کې له پاکو رايو څخه جلا کړو.))
د هغه په وينا، سره له دې، چې د دواړو ټاکنيزو ډلو استازي د رايو د څېړنې او باطلولو په پروسه کې شتون نه لري، خو کمېسيون هره ورځ ټولې پرېکړې او پرمختګونه د يوه رسمي مکتوب له لارې له دواړو کانديدانو سره شريک کيږي.
همداراز نور وويل، چې تر پرون مازيګر پورې په جمع بندۍ مرکز کې ١٥٠٠٠ چک لېستونه او د پايلو پاڼې پروسس شوي، چې له دې جملې څخه ١٢٠٠٠ نهايي شوي دي.
نوموړي وويل، ټاکل شوې ده، چې نن ماسپښين به د پاتې ٣٠٠٠ چک لېستونو او پايلو پاڼو په اړه نهايي پرېکړه وشي
د ولسمشرۍ ټاکنو لومړى دور د وري په ١٦ او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شو، خو د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د اختلافاتو او په ټاکنو کې د پراخو درغليو د ادعا له امله يادې ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې.
دا ټاکنيزه ستونزه د ملګرو ملتونو استازي او د امريکا بهرنيو چارو وزير په منځګړتوب سره حل شوه او دواړه ټيمونه د ټولو رايو د څېړلو او د ملي وحدت حکومت په رامنځته کولو سره سلا شول.
خو دوه ورځې وړاندې د ولسمشرۍ يو کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله د رايو د ابطال په تګلاره نيوکه وکړه او د رايو د څېړلو پروسه يې ترک کړه.
تردې وروسته د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټيم هم اعلان وکړ، چې د څېړلو په پروسه کې ګډون نه کوي، ترڅو د رايو څېړنه د دواړو ټاکنيزو ډلو له شتون پرته د ملي او نړيوالو کتوونکو او څارونکو له خوا پرمخ يوړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د پروسې ځنډيدلو له امله افغانستان له اقتصادي، امنيتي او نورو ستونزو سره مخ کړى او خلک يې اندېښمن کړي دي.