ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور له خپلو پلويانو غوښتي اعتراضونو ته چمتو شي

نور له خپلو پلويانو غوښتي اعتراضونو ته چمتو شي

کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): د بلخ والي او د عبدالله عبدالله لوى ملاتړي عطا محمد نور په ټول هېواد کې له خپلو پلويانو غوښتنه کړې چې د پراخو اعتراضونو لپاره چمتووالى ونيسي.

نور په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د ټاکنو بهير ((د معلومو ډلو د فساد او خيانت په پايله کې)) خپل  اعتبار او ارزښت په بشپړ ډول له لاسه ورکړى دى.

والي د ملګرو ملتونو پر سازمان، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت د نيوکې تر څنګ ويلي، دوى نه دي توانېدلي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

نور ليکلي دي: ((وليدل شول چې نه نړيوال دوستان او نه هم کورني بنسټونه، نه د تحول او تداوم ټيم او نه هم د افغانستان حکومت د پلان شوو درغليو د طراح په توګه په دغه بهير کې له صداقت او پر ديموکراسۍ له باورمندۍ او شته وضعيت څخه د وتلو لپاره  کار واخيست او يواځې يې درغلۍ ته پر مشروعيت بښلو او نامشروع قدرت ترلاسه کولو تکيه وکړه.))

د بلخ والي همدارنګه د درغلۍ د ګڼو مواردو په اړه، چې د ده په اند مشهود دي، يادونه کړې او ويلي يې دي چې ((نړيوالو څارونکي د دوى له څنګه په خلاصو سترګو تېرېږي او ځواب يې يواځې چوپتيا ده.))

نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرتابه او د دغه کمېسيون لوړپوړي چارواکي په ټاکنو کې په پراخه درغلۍ تورن کړي او ويلي يې دي: ((د ټاکنو کمېسيون نه يواځې چې د خلکو په اراده مسخرې کړې، بلکې د هغوى له سياسي برخليک سره يې هم لوبې وکړې.))

نور ويلي دي، چې د افغانستان د خلکو له پاکو رايو څخه دفاع پر ځان لازمه بولي، د ديموکراسۍ تر سيوري لاندې ددغه مشروع حق او مدني حقونو او وجايبو څخه د ساتنې لپاره د هېواد لوړو ملي ګټو ته په کتو سره اقدام کوي.

نوموړي په ټول هېواد کې له خپلو پلويانو غوښتي چې د پراخو اعتراضونو لپاره چمتو شي، چې نوموړي د “د زرغونو او نارنجي خوځښتونو” نوم ورکړى، خو په اړه يې جزئيات نه دي ورکړي.

د بلخ والي يادونه کړې، چې ددغه خوځښتونو هر ډول عواقب به، دهغو ملي او نړيوالو مراجعو  پر غاړه، چې مخکنيو خبرتياوو سره سره يې دوى کم ګڼلي او پراخه تقلب يې کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې تېره ورځ ګواښ وکړ چې که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو د سياسي خبرو اترو بهير به پرېږدي.

دغه ټيم د ټاکنو د څېړنې بهير د وږې مياشتې په ٥مه له دې امله پرېښود چې ګني ملګرو ملتونو  د رايو د ابطال په برخه کې د دوى غوښتنو ته بې اعتنايي کړې ده.

دغه بهير اوسمهال د دواړو ټاکنيزو ډلو له استازو پرته د ملګرو ملتونو په مشرۍ مخته ځي او د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په خپل وروستي پړاو کې دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وياند نور محمد نور د معلوماتو له مخې، د تېرې يکشنبې ورځې تر ماښامه د ټولو رايو ١٩٧٥١ صندوقونه څېړل شوي وو، چې د ټولو رايو ٨٦سلنه جوړوي.

د هغه په خبره، يواځې د ٣٠٧٧ صندوقونه رايې پاتې دي، چې دغه پروسه ورسره بشپړه شي.

د اصلاحاتو او همپالنې ډلې وروستى ګواښ وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب د ملي يووالي حکومت د جوړښت لپاره د دواړو نوماندانو ترمنځ شوې هوکړه کومې پايلې ته نه ده رسېدلې.

د دواړو ټيمونو ترمنځ د نوي رامنځته کېدونکي پست اجراييي رياست د صلاحيتونو په سر شته اختلاف لا هم نه دي حل شوي.

افغان حکومت دوه ځلې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي ، د رايو د بيا شمېرنې پروسې د نه بشپړېدو او د نوي ولسمشر د نه څرګندېدو له امله ځنډولي دي.

په ورته وخت کې، چې نوى ولسمشر به ونه کړاى شي، چې د انګلستان په وېلز ښار کې د ناتو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

افغان حکومت د ملي فاع وزير بسم الله محمدي په دې غونډه کې د ګډون لپاره ټاکلى دى.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.