منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فارياب: ترافيکي پېښه کې پنځه کسان ووژل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

ميمنه (پژواک ١٦ وږى ٩٣): په فارياب ولايت کې د درېيو ماشومانو په ګډون پنځه کسا په ترافيکي پېښه کې وژل شوي او د همدغه ولايت د ښار جوړونې رييس په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.

دغه پېښه تېر ماښام د ميمنې- اندخوى د لويې لارې په اوږدو کې د ځنګل په سيمه کې د يوهکرولا او بار وړونکي ډمټرک موټر تر منځ د ټکر له امله را منځته شوې ده.

د فارياب د ترافيکو مدير سمونوال عبدالحکيم بختيار وويل چې په دې پېښه کې د کرولا پنځه سپرلي د موټر چلوونکي په ګډون له منځه تللې او درې نور ټپيان دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ د معلوماتو له مخې، د ډمټرک موټر چلوونکى خوب وړى و او د کرولا موټر يوه برخه په ځمکه شوې ده.))

بختيار زياته کړه چې موټر چلوونکى له ساحې تښتېدلى او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اندخوى د روغتون امر داکتر سنجر عمر وويل چې د دوو نارينه وو او درېيو ماشومانو مړي، چې عمرونه يې له ٥ تر اتو کلونو دي، له درېيو ټپيانو سره، چې دوې ښځې او يو درې کلن ماشوم دى؛ روغتون ته لېږدول شوي، خو د ماشوم روغتيايي وضعيت نازک او تر درملنې لاندې دى.

هغه زياته کړه، قربانيان د دوو کورنيو غړي دي چې د فارياب له مرکز ميمنې ښار څخه اندخوى ولسوالۍ ته روان وو.

بلخوا د فارياب د ښار جوړونې رييس انجنير نورالله عمر هم نن سهار د همدې لويې لارې په اوږدو کې په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوى دى.

د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وويل چې د ښار جوړونې رييس په دولتي جيپ موټر کې له ميمنې اندخوى ته روان و، چې په ځنګل سيمه کې پرې سهار شاوخوا ٩ بجې د ناپېژانده وسله والو له خوا بريد وشو.

ولسوال زياته کړه چې بريدګرو د سړک له غاړې پر موټر ډزې وکړې او دى په لاس ټپي شوى دى.

د اندخوى روغتون امر وويل چې د ښار جوړونې رييس ټپونه سرسري دي او په روغتون کې تر درملنې لاندې نيول شوى دى.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.