منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملک امان الله خان کاسي جسد له کابله کوټې ته ولېږدول شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

 دويم تعقيب، کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٣): د سوېلي پښتونخوا د پښتنو د نوميالي سياسي مبارز ملک امان الله خان کاسي جسد، نن له کابل څخه کوټې ته ولېږدول شو.

نوموړى پرون (د وږي شلمه) له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د کابل ښار د وزير اکبر خان په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٧٦ کلونو په عمر په حق ورسېد.

کاسي د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په بلنه د پښتنو او بلوڅو د يووالي د ورځې (د وږي نهمه) د نمانځنې لپاره کابل ته راغلى و.

ليکوال او خبريال سيد شاه سقيم د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ملک امان الله خان کاسي د عبدالرزاق زوى، د پاکستان په بلوچستان کې اوسېده او کابل ته د پښتنو او بلوڅو د يووالي ورځې په نمانځغونډه کې د ګډون په موخه راغلى و.

د ده په خبره، نوموړي دوه ورځې وړاندې غوښتل، چې بېرته کوټې ته د الوتکې له لارې ستون شي، خو د ورپېښې ناروغۍ له امله يې سفر لغوه شو.

هغه زياته کړه، کاسي له اتو کلونو راهيسې د شکر، د وينې د لوړ فشار او سالنډۍ ناروغي درلوده، خو تېره ورځ په شل کم درې بجو د ٧٦ کلونو په عمر ومړ.

سقيم وايي: “امان الله کاسي د لوى افغانستان د داعيې پياوړى مبارز و او له همدې امله يې وصيت کړى و، چې جنازه يې په محکوم افغانستان (پښتونخوا) کې خښه شي او هلته پرې د افغانستان ملي بيرغ ورپول شي.”

د ده په خبره، نوموړى د خان عبدالغفار خان او صمدخان اڅکزي د لارې ملګرى و.

د نوموړي په وينا، د هغه جنازه نن (د وږي ٢١مه) سهار په شاوخوا لسو بجو په شاندارو مراسمو د سرحدونو او قبايلو وزارت او يو شمېر مخورو او قومي مشرانو له خوا تر هوايي ډګره بدرګه شوه او ټاکل شوې، خپل پلرني ټاټوبي د کوټې د چينې اچوزۍ کلي ته يوړل شي او هملته خښ کړاى شي.