منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د والي د مرستيال زوی ځان وژنه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۲ کتنې

فراه ( پژواک  ۲۳ وږی ۹۳ ): د فراه ولايت د والي د مرستيال ١٤ کلن زوی د تومانچې پر وسيله ځان وژنه وکړه.

د فراه ولايت مرستيال والي محمديونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال يې ١٤ کلن وزى  ″ياسين″ د تومانچې پر وسيله ځان وژنه کړې ده.

رسولي وويل،ياسين په خپل کور کې  هغه مهال ځان وژنه کړې چې مشر ورور ″ارش″ يې ورته ويلي؛ څو دوکان ته د سودا د پېرلو په موخه ولاړ شي.

دى وايي:(( ياسين نه غوښتل دوکان ته ولاړ شي؛ مشر ورور يې په  ټوکه ورته ويلي، ورځه که نه وژنمدې. ياسين ويلي؛ته مې مه وژنه زه په خپله ځان وژنم؛ د کورنۍ د غړو پام نه و تومانچه يې راخيستې او ځان يې پرې ويشتلى دى.))

رسولي په خورا خواشنې لهجه وويل، چې د بهرنيو سريالانو له امله ځوانان هڅول کېږي چې په احساساتو کې راشي او ورته اعمال ترسره کړي.