پل علم ( پژواک ٢٣ وږى ٩٣) : د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د ترافيکو پېښو له امله درې تنه مړه شوي او اوه نور ټپيان دي.
د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له سهار تر مازيګره د دې ولسوالۍ پر لويه لاره درې ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
حقيار د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو څرنګوالى د موټرچلوونکو بې احتياطي ښيي ؛چې په وينا يې درې تنه په کې مړه شوي او اوه نور ټپيان دي.
ده ونه وويل، چې دا پېښې د څه ډول موټرو د ټکر له امله رامنځته شوي؛ خو يادونه يې وکړه، چې په دې تړاو د پوليسو پلټنې روانې دي.
د محمداغې ولسوالۍ د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر سميع الله پژواک ته وويل،چې له ترافيکي پېښو اوه تنه ټپيان ور وړل شوي ،چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
هغه وويل، چې په ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.










