ژبه

ناصري : د زابل په ډېرو ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري

کلات ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٣ ) : د زابل والي وايي چې دامنيتي ستونزو له امله ددې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري.

د زابل والي محمد اشرف ناصري دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه،  دې ولايت لپاره د استېناف څارنوالۍ د نوي رييس د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.

هغه په دې مراسمو کې د پخواني رييس عبدالغفار افضلي فعاليتونه او هڅې وستايلې او له نوي رييس څخه د ښو فعاليتونو غوښتنه وکړه.

ناصري زياته کړه چې د امنيتي ستونزو له امله ددې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې قضايي ادارې فعاليت نه لري .

خو هغه وويل چې دوى به هڅه وکړي، چې په دې سيمو کې ژر تر ژره قضايي ادارې فعالې کړي.

د زابل والي وايي چې د ولايت د مقام په ګډون به ټولې ادارې له عدلي او قضايي ارګانونو سره مرسته او همکاري تر څو په ټولو باندې قانون يو شان تطبيق شي .

د زابل د استېناف محکمې نوي رييس محبوب الهي د ټولو دولتي ادارو پر همغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې همغږي اړينه ده.

هغه پر قومي مشرانو غږ و، تر څو د ټولنې داصلاح او د فعاليتونو د ښه پرمختګ په موخه له دولت سره خپله همکاري زياته کړي.