هرات (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په هرات ولايت کې يوې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار په اتمه ناحيه کې يوې مېرمنې د زهرو په خوړو ځانوژنه کړې ده.
هغه وويل، دا پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې خو پوليسو په دې اړه نورې څېړنې هم پيل کړې دي.
د هرات د ښځو چارو رييسې محبوبې جمشيدي اندېښنه څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د مېرمنو د وژلو پېښې ډېر شوې او پوليس يې بايد مخنيوى وکړي.
هغې پژواک ته وويل، په روانه مياشت کې دا پنځمه پېښه ده چې مېرمنې په کې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل کېږي.
د دغه ولايت د بشري حقونو د کمېسيون رييس عبدالقادر رحيمي پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې ورځ تر بلې د مېرمنو د پوهاوي کچه لوړېږي خو بيا هم دغسې پېښې رامنځته کېږي.
رحيمي د داسې پېښو د ترسره کېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د يادولو ده، د وږي په درېيمه هم په هرات ولايت کې دوه مېرمنې د کورني تاوتريخوالي په پېښو کې وژل شوې وې.










