منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هېواد ستر ديني عالم مولوي عبدالشافي په حق ورسېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د هېواد ستر ديني عالم او د زرګونو کسانو استاد مولوي عبدالشافي چې د مزينې پر مولوي صاحب مشهور و، په حق رسېدلى دى.

د هغه زوى مولوي فضل هادي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي صاحب تېره ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار د اغا خان په روغتون کې د ٩٠ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې..

نوموړي زياته کړه چې مولوي صاحب له تېرې څه مودې راهيسې ناروغ و او په دې وروستيو کې يې د درملنې په موخه پاکستان ته وړى و.

فضل هادي وويل چې د هغه د جنازې مراسم به نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار په  عيدګاه جومات کې ترسره شي .

ديني عالم او د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار د مولوي عبدالشافي پر مړينې د خواشينۍ څرګندولو تر څنګ وايي چې هغه لسګونه زره شاګردان روزلي دي.

هغه زياته کړه،  مولوي عبدالشافي چې پر مزينې مولوي صاحب مشهور و، د ننګرهار د  روداتو ولسوالۍ د مزينې سيمې اوسېدونکى و.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې مولوي عبدالشافي د کابل له عربيه دارالعلوم څخه فارغ شوى و او بيا د ننګرهار په لويه دريني مدرسه نجم المدارس کې د استاد په توګه يې دنده ترسره کړه.

حقيار وايي چې په هېواد کې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د نورو افغانانو په څېر مولوي صاحب هم پاکستان ته مهاجر شو او هلته يې هم د درس او تدريس کار پيل کړ.

ده زياته کړه: ((مولوي صاحب د هجرت تر ټولو مشهور او لويه مدرسه الهجرت والجهاد، دارالعلوم عربيه دره ، اسلامي پوهنتون او يو شمېر نورو ديني مدرسو او دارالعلومونو کې يې تدريس کړى دى.))